منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیا کې د بنګو ۳۰۰ جریبه کرونده اړول شوې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۴ کتنې

ګردېز (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د بنګو ۳۰۰ جریبه کرونده اړول شوې ده.

د دغه ولایت امنیې قوماندان مولوي محمدعمر مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د چرسو دغه کروندې په مرکز ګردېز، احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې له منځه وړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه بنګې په لرو پرتو سیمو کې کرل شوې وې چې پولیس ته له اطلاع رسېدو وروسته واړول شوې.

نوموړی وايي، لا هم د پکتیا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د چرسو کښتونه شتون لري چې په وینا يې، ټول به د پولیسو له خوا له منځه ولاړ شي.

د یادونې ده، په هېواد کې د هر ډول نشه‌يي توکو کرکیله، پېر او پلور منعه دي او سرغړوونکي مجرم ګڼل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه