ښځې
راپورونه
د لوړو زدهکړو وزارت: خصوصي پوهنتونونه دې را روان کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنه تر بل امر پورې وځنډوي
د لوړو زدهکړو وزارت د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته لارښوونه کړې چې د را روان لمریز کال لپاره د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوملیکنه تر بل امر پورې وځنډوي.
خدیجه: معلول خاوند او له کړاوه ډک ژوند را له غاړې دی
خدیجه هغه بوډۍ چې خاوند یې د وروستیو جګړو له امله خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې، اوس خپل معلول خاوند په وېلچیر کې د تالقان ښار پر سړکونو ګرځوي او یوې مړۍ ډوډۍ موندلو پسې سرګردانه ده.
یونسکو سږ کال د پوهنې نړۍواله ورځ افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې ده
د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان (یونسکو) وايي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنورۍ ۲۴مه نېټه -چې د زدهکړو نړۍواله ورځ ده- د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده.
پاملرنه موسسه افغانستان کې د روغتیا او تغذیې برخو کې خپل ځنډولي فعالیتونه بېرته پيلوي
په افغانستان کې د پاملرنې موسسه - چې په موسساتو کې د ښځو د کار ځنډېدو پرېکړې په غبرګون کې یي فعالیت ځنډولی و – وايي، د روغتیا او تغذیې په برخو کې ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيلوي.
د ناروې کډوالو شورا سرمنشي د اسلامي امارت علماوو شورا ته لیک استولی
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ایان ایګلنډ د افغانستان اسلامي امارت له علماوو شورا څخه غوښتي چې د دغه هېواد په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لرې کولو په اړه دې دویم فرمان صادر شي.
جرمني ۵۰۰۰ افغان نجونو ته تحصيلي بورسیې ورکوي
جرمني وايي، بنګلهدېش، قرغېزستان او پاکستان ته تللو ۵۰۰۰ افغان نجونو ته په دغو هېوادونو کې د اووه میلیون یورو په لګښت د تحصیل زمینه برابروي.
هرات کې یو شمېر نجونې: پر ښځو کاري او د زدهکړو محدودیتونه دې لرې شي
په هرات ولایت کې یو شمېر نجونې وايي چې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو له رواني ستونزو سره مخ کړې دي. دوی غواړي چې ژر تر ژره…
یوناما: پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه دې ژر تر ژره لرې شي
د ملګرو ملتونو د مرستيال ځانګړي استازی د دې ترڅنګ چې وايي، افغانستان د ناورين یوه نوي پړاو ته ننوځي، پر نجونو او ښځو د لګول شوو بنديزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.
کندهار کې د ښځو سوداګریز مارکېټ له بندېدو سره سلګونه ښځې بېکاره شوې دي
په کندهار ښار کې د ښځو یوازیني سوداګریز مارکېټ له بندېدو سره سلګونه ښځې - چې د لاسي صنایعو او نورو توکو د تولید او پلور په برخو کې پر کار بوختې وې – بېروزګاره شوې دي.
امریکا: پر افغان ښځو د کار او زدهکړو محدودیتونو په اړه به ژر نوې پالیسي اعلان کړو
امریکا وایي، د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګول شوو محدودیتونو اغېزې څېړې او ډېر ژر به په دې اړه د سپینې ماڼۍ د نوې پالیسۍ ځیني…
یوناما: خپلو ټولو افغان ښځينه کارکوونکو ته معاش ورکوو
تر هغه وروسته چې په افغانستان کې په کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو کار وځنډول شو، یوناما ويلي چې ټولې افغان ښځينه کارکوونکې ساتي او هغوی ته میاشتنی معاش ورکوي.
د ترکيې، قطر او اماراتو د بهرنيو چارو وزيرانو له زدهکړو او کار د افغان نجونو او مېرمنو د منعکولو په اړه خبرې کړي
د ترکيې، قطر او عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزيرانو په بېلا بېلو ټېلیفوني خبرو کې له زدهکړو او کار د افغان نجونو او مېرمنو د منعکولو په تړاو خبرې کړې دي.























