[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال یو ځل بیا دافغانستان له اسلامي امارت وغوښتل چې په موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي ځکه ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.
له ارګ څخه د سلواغې په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازیګر په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسوولینو هم په کې حضور درلود.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ګریفیتس په دې لیدنه کې وویل، افغانستان ته زما د سفر موخه په بشر دوستانه فعالیتونو باندې تمرکز دی چې په ښه توګه ادامه ومومي.
په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، له ۲۸ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې ۴،۶ میلیارد ډالر غوښتي چې د نړۍ په کچه ددوی لوی فعالیت تشکیلوي. له دې امله ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو او نورو بین المللي موسسو د مرستو هرکلی وکړ وې ویل، افغانستان په تېرو ۴۳ کلونو کې زیات زیانونه لیدلي، زیاتې ښځې کونډې شوې او بې شمېره کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړي. همدارنګه زیربناوې ورانې شوي او بنیادي تاسیسات دوباره نه دي رغول شوي.
هغه په ټينګار سره وویل، ډېره مهمه ده چې له هر ډول شرایطو لاندې افغانانو سره مرسته وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د مثبتو کړنو له هغې جملې د سراسري امنیت د تامین،، عمومي عفوې، د نشه یي توکو د کښت، پروسس او قاچاق د مخنیوي، د داعش د ځپلو، د محاکمو د دقیقو او مستقلانه کړنو، د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره د مرستې، د معتادینو د درملنې او د سوالګرو د راټولولو یادونه وکړه.
مولوي حنفي په پای کې په اسلام سپېڅلي دین کې د ښځو د مقام او ارزښت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، ښځه په اسلام کې له ځانګړو حقونو او مقام څخه برخمنه ده.
هغه زیاته کړه : “هیله من یم په دې اړه رامنځته شوي مسایل په تفاهم سره حل شي.”
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندېز لګولی چې له امله یې یو شمېر نړیوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
په همدې موخه د خبرو اترو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په مشرۍ یو پلاوی تیره اونۍ هم کابل ته سفر کړی و او له امارتي چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP