ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یو شمېر نجونې: پر ښځو کاري او د زده‌کړو محدودیتونه دې لرې شي

هرات کې یو شمېر نجونې: پر ښځو کاري او د زده‌کړو محدودیتونه دې لرې شي

author avatar
9 Jan 2023 - 17:18
هرات کې یو شمېر نجونې: پر ښځو کاري او د زده‌کړو محدودیتونه دې لرې شي
author avatar
9 Jan 2023 - 17:18

هرات ښار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې یو شمېر نجونې وايي چې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو له رواني ستونزو سره مخ کړې دي.

دوی غواړي چې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

له دې ډلې، د هرات پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصله نرګس وايي، تل د درملو په خوړلو سره خپل ذهن او اعصاب اراموي.

نرګس له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، غوښتل یې راتلونکي کې افغانستان ته خدمت وکړي؛ خو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل‌کېدو هغه له ذهني ستړیا او ناروغۍ سره مخ کړې ده.

هغې چې په خواشینې څېره د تېرو يادونو په اړه فکر کاوه، زياته کړه: «زه شل کلنه او د ادبياتو پوهنځي محصله يم، له هغې ورځې راهيسې چې د پوهنتون دروازه مو پر مخ تړل شوې، پر ژور خپګان اخته شوې يم.»

د نرګس په څېر نورې داسې نجونې هم شته چې د ښوونځيو له تړل کېدو ځورېږي او وايي، د پوهنتونونو او ښوونځيو د دروازو په تړل کېدو سره يې هيلې پر ناهیلۍ بدلې شوې دي.

د لسم ټولګي زده‌کوونکې سامعه وايي، افغانې ښځې د سوال‌ګرۍ حق لري، خو د زده‌کړو حق نه لري.

هغې پژواک ته وویل، که حکومتي مسوولین د ښځو په اړه چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، فکر ونه کړي، هېواد به وروسته پاتې شي.

زهرا یو بله ناروغه ده چې د یاد ولایت په حوزوي‎ روغتون کې بستري ده. هغه وايي، د يوې دولتي ادارې کارکوونکې وه چې په هېواد کې د سياسي بدلون له امله بېکاره او په کور کې کېنول شوې ده.

که څه هم زهرا اوس په روغتون کې ده، خو د هغې رسۍ نښې یې اوس هم پر غاړه ښکاري چې د ځان ځړولو لپاره یې ترې استفاده کړې وه.

نوموړې په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، پژواک ته وويل: «له لس ځله زيات مې د ځان‌وژنې هڅه وکړه او د زهرو، صابون او ګوليو په وسيله مې د ځان‌وژنې هڅه کړې او حتا غوښتل مې چې د کور له بامه ځان وغورځوم.»

هغه وايي چې د کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او څلور ماشومان لري؛ خاوند یې معیوب دی، د اقتصادي وضعیت خرابېدل ورته د زغم وړ نه و او غوښتل یې ځان‌وژنه وکړي.

زهرا د حکومت له رهبرۍ غواړي چې افغان ښځې او ميندې د خپل هېواد يوه برخه وګڼي، د کار او زده‌کړو محدوديتونه دې ترې لرې کړي او د شريعت په رڼا کې د يوه ځانګړي مېکانيزم په چوکاټ کې د کار کولو او زده‎کړو اجازه ورکړي.

په‎ ورته مهال، د هرات ولايت يو روغتيايي مسوول د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل: «له هغه راهيسې چې پر ښځو د کار، زده‌کړو او تحصیل محدوديتونه وضع شوي، د دغه ولایت په کچه د رواني ناروغيو شمېر ډېر شوى چې ډېرى قربانيانې یې‎ نجونې او ښځې دي.»

هغه زیاتوي چې په هېواد کې له وروستیو بدلونونو سره د دندې له لاسه ورکولو او ښوونځیو تړل‌کېدو له امله پر رواني ناروغیو د اخته ښځو ټولیز شمېر ۵۶۴ کسانو ته رسېږي او دا شمېره د نوي حکومت د رامنځته کېدو له لومړۍ ورځې تر ننه رسېږي.

هغه څرګنده کړه چې د اوسني حکومت له راتګ یو کال مخکې دغه شمېر یوازې ۲۷۷ کسانو ته رسېده.

بل‌خوا، په هرات ولايت کې یوه ارواپوهه شريفه حبيبي هم په دې باور ده چې له يوه کال راهيسې پر رواني ناروغيو د اخته کسانو شمېر ٥٠ سلنه ډېر شوى چې ډېرى يې ښځې دي.

په ورته مهال، د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم‌الحق حقاني وايي، اسلامي امارت د شريعت او اسلامي احکامو په رڼا کې د ستونزو هوارولو او محدودیتونو لرې کولو پر پلان کار کوي.

د حقاني په وینا، اسلامي امارت د هېواد او خلکو له ملي ګټو دفاع ته ژمن دی او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅه نه سپموي.‎

دا په داسې حال کې ده چې ځینو نړۍوالو بنسټونو، یو شمېر هېوادونو او عامو خلکو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې ښځو ته هم د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي.

Visits: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.