ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متشبثه مېرمن: د ورځې شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرام مربا او ترشي بازار ته عرضه کوم

متشبثه مېرمن: د ورځې شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرام مربا او ترشي بازار ته عرضه کوم

author avatar
8 Feb 2023 - 16:24
متشبثه مېرمن: د ورځې شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرام مربا او ترشي بازار ته عرضه کوم
author avatar
8 Feb 2023 - 16:24

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱): کابل کې یوې سوداګرې ښځې ۲۰ نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې او هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرام مربا او ترشي بازار ته عرضه کوي.

هغه وايي، که د پلور بازار او ۲۴ ساعته برېښنا ورته برابره شي، سلګونو نورو ښځو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.

دغه مېرمن ناجیه سلطاني نومېږي او د کابل په چهاراسیاب کې یې په خپل کور کې د مربا او ترشۍ یوه وړه کارخونه جوړه کړې ده.

هغه زیاتوي، شاوخوا دوه کاله مخکې د هغې په کارخونه کې ۱۰۰ ښځو کار کاوه او د ورځې یې ۱۰۰۰ کیلوګرامه تولید درلودل.

خو په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوۍ او د پلور بازار پیکه کېدو له امله یې د ورځنیو تولیداتو کچه ۲۰۰ کیلوګرامه او د کارکوونکو شمېر ۲۰۰ کسانو ته راټیټ شوی دی.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، ۹ اولادونه لري او له اتو کلونو راهیسې یې له خاوند سره د کورنیو لګښتونو پوره کولو کې د مرستې په موخه د مربا او ترشۍ د تولید یوه وړه کارخونه جوړه کړې ده.

نوموړې زیاته کړه، دوه کاله مخکې یې د ورځې ۵۰۰۰ افغانۍ عاید لرل، خو اوس یې کارخونه د ورځې ۱۰۰۰ افغانۍ عاید لري.

هغې وویل: «اوس مهال له ما سره ۲۰ ښځینه کارکوونکې کار کوي او د دې لپاره چې هغوی وکولای شي د کورنیو نفقه برابره کړي هره ورځ دغې کارخونې ته راځي او یوځای کار کوي.

هغې له حکومته وغوښتل چې له متشبثو ښځو سره مرسته وکړي څو هغوی وکولای شي د نورو بېوزلو ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، اوس مهال د ورځې ۲۰۰ کیلوګرام ترشي بازار ته عرضه کوي او هره کیلو یې ۱۰۰ افغانۍ پلوري چې د هغو نیمایي برخه یې د کارګرانو او خامو موادو لپاره مصرفیږي او پاتې زر افغانۍ هغې ته پاتې کېږي.

هغې له حکومته وغوښتل چې د تولیدي کارخانو لپاره ۲۴ ساعته بریښنا برابره کړي.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.