منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۱ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نړیوال خبرونه

۲،۷۶۱ راپورونه

راپورونه

د برازیل د پخواني ولسمشر نیول کېدل او د واشنګټن سخت غبرګون

د برازیل سترې محمکې د دغه هېواد مخکنی ولسمشر ژاییر بولسونارو د «قضايي محدودیتونو د نقض او د متحده یالتونو له لوري د سیاسي مداخلې د هڅې» په تور په خپل کور کې نظربند کړی؛ هغه اقدام چې د واشنګټن له سخت غبرګون او پر برازیلي توکو د تعرفو له لوړېدو سره مخ شو.

د ایران ولسمشر سبا پاکستان ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان سبا (شنبه) د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې اسلام‌اباد ته سفر کوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په…

له مصره غزې ته د مرستو کاروان روان شو؛ اسرائیل د خوندي دهلېزونو رامنځته کولو ژمنه کړې

له مصره غزې ته د بشري مرستو کاروان په داسې حال کې روان شوی چې په غزه کې د قحطۍ ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی او اسرائیل د ملګرو ملتونو د کاروانونو خوندي تېرېدو لپاره د دهلېزونو رامنځته کولو اعلان کړی دی.

د ایران د سیستان د عدلیې پر ریاست ډله‌ییز برید؛ د بریدګرو په ګډون نهه کسان وژل شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار یو شمېر ترهګرو د دغه هېواد د بلوچستان او سیستان ولایت د عدلیې ریاست پر ودانۍ برید کړی چې په پایله کې یې د درېیو بریدکوونکو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د مرستندویانو خبرداری: د غزې خلک د سختې لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي

نړۍوالو مرستندویو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیل د بندیزونو له امله د غزې خلک سختې لوږې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي او له حکومتونو یې غوښتي چې په دې اړه بېړنی اقدام وکړي.

نور راپورونه