کابل (پژواک، ۲۱ قوس ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه دوه ورځني سفر د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد ته رسېدلی دی.
ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د خپل سفر د یوې برخې په توګه د «سوله او باور: د دوامداره راتلونکي لپاره د اهدافو یووالی» تر سرلیک لاندې په یوه نړۍواله کنفرانس کې ګډون وکړي او دغه راز به ځینې دوه اړخیزې ناستې پاستې هم ولري.
په راپور کې راغلي چې پوتین به په دغه سفر کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم وګوري.
د یادونې ده چې په دغه کنفرانس کې به د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف، د ارمنستان، عراق، قزاقستان، قرغزستان، اوزبیکستان او تاجکستان ولسمشران او دغه راز د اذربایجان، هنګري، ګرجستان او پاکستان لومړي وزیران هم ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP