Language

اندونیزیا کې د ځمک‌ښویېدنې پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): د اندونیزیا د ناورین مدیریت اژانس ویلي چې د دغه هېواد په مرکزي جاوه ولایت کې له سختو بارانونو وروسته د ځمک‌ښویېدنې پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د یادې پېښې له امله ۱۲ نور کسان نادرکه شوي او مرسته‌کوونکي ټیمونه د هغوی په لټه کې دي.

د اندونیزیا د ناورین مدیریت اژانس ویاند عبدالمحاري ویلي: «۱۱ مړي موندل شوي، درې پرون او اته نور نن؛ ۱۲ نور کسان تر اوسه نادرکه دي.»

ورته مهال، د اندونیزیا د هواپېژندنې اژانس وايي چې د اسیا سوېل‌ختیځ کې د دغه هېواد مرطوب موسم له سپټمبر میاشتې پیل شوی او تر اپرېل به دوام وکړي.

یاد بنسټ څرګنده کړې چې په دغه موسم کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو خطر ډېر دی.

د راپورونو پر بنسټ، په جنورۍ میاشت کې د مرکزي جاوه ولایت په پکالونګان ښار کې د سختو بارانونو له امله د ځمک‌ښوېیدنې په یوه بله پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي وو.