امریکا کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي
د امریکا په ماساچويسټ ایالت کې د بوډاګانو په یوه پالنځای کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي.
د امریکا په ماساچويسټ ایالت کې د بوډاګانو په یوه پالنځای کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، غزه کې د اسراییلو د تېرې ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، تېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسلهوالو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر تښتولي او وژلي یې دي.
د راپورونو له مخې، امریکا اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد بیا پیل کړی او په د غو وسلو کې د توپونو مرمۍ او «GMLRS» هدایت کېدونکي راکټونه شامل دي.
د امریکا متحده ایالتونو په فلاډلفیا ښار کې د ډزو یوه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو د ټګزاس په مرکز او د دغه ایالت په یو شمېر نورو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو راتلو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور نادرکه دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ د نړېدو پېښې د مړو شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی دی.
امریکایي میلیاردر، د تسلا شرکت او د اېکس ټولنیزې رسنۍ مالک ایلان ماسک د «امریکا» په نوم نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ نړېدو له امله اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، حماس د امریکا له لوري په غزه کې د اوربند طرحې پلې کېدو لپاره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ویلي، تمه لري چې حماس په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند د طرحې په تړاو خپله پرېکړه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وروستیو ټیلېفوني خبرو یې د اوکراین جګړې پای ته رسولو په تړاو هڅو کې هیڅ پرمختګ نه درلود.
د راپورونو له مخې، د سومالیا په موګادیشو ښار کې د یوې چورلکې لوېدو له امله کې پنځو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اندونیزیا د بالي ټاپو په یوه ساحل کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ نور لادرکه دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې پر یوه دولتي موټر چاودنه شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسرائیل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند له وړاندیز شوې طرحې سره هوکړه کړې او له حماسه یې هم غوښتي چې دغه طرحه ومني.
د هند په تیلنګانه ایالت کې پرون په یوه فابریکه کې چاودنه شوې وه چې له امله یې ۳۹ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره د سوریې پر وړاندې د متحده ایالتونو ډېری اقتصادي بندیزونه لغوه کړي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه موټر د چاودنې له امله ۱۳ پوځیان وژل شوي او د لسو سرتېرو په ګډون ۲۴ نور کسان ټپیان دي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد به راتلونکې اونۍ له ایران سره اټومي مذاکرات پیل کړي خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
قطر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې د العدید پر اډه د ایران پر توغندیز برید اعتراض کړی خو ایران ټینګار کړی چې دغه «دفاعي اقدام» باید د «دوست او ګاونډي هېواد قطر» پر ضد ونه بلل شي.
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر د اوربند وړاندیز منلی او ټاکل شوې د نن ورځې تر پایه یوه اعلامیه خپره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» یوه پیغام کې ایران او اسرائیل ته په خطاب کې لیکلي: «اوربند اوس پیل شوی دی؛ لطفاً هغه مه نقضوئ.»