د ایران او اسرائیل متقابلو بریدونو د نن سهار تر څلورو بجو دوام درلود
د راپورونو له مخې، د ایران پر تهران او ځینو نورو سیمو د اسرائیل او دغه راز پر اسرائیل د ایران بریدونو د نن سهار تر څلورو بجو دوام درلود.
د راپورونو له مخې، د ایران پر تهران او ځینو نورو سیمو د اسرائیل او دغه راز پر اسرائیل د ایران بریدونو د نن سهار تر څلورو بجو دوام درلود.
د امریکا ولسمشر اعلان کړی و چې د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند په څو راتلونکو ساعتونو کې پیلېږي خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې په دې برخه کې هيڅ هوکړه نشته او ایران به یوازې په هغه صورت کې چې د سهار تر څلورو اسرائیل خپل بریدونه ودروي، ځوابي بریدونو ته دوام ور نه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي چې تېره شپه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی، ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې به له ګډو ستونزو او ګواښونو سره د مبارزې، په ځانګړې توګه د وروستیو بریدونو په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې په یوه کلیسا کې د یکشنبې ورځې ځانمرګي برید له امله ۲۰ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵۲ نور ټپیان دي.
سعودي عربستان او پاکستان پر ایران د امریکا بریدونه غندلي؛ پاکستان ټینګار کړی چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې له خپلو مشروع حقونو د دفاع حق لري او عربستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو د ناورین پای ته رسېدو لپاره یوه سیاسي حللاره ومومي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي روسیې ته ځي او ټاکل شوې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
د امریکا د پارلمان یوه غړي ویلي چې کانګرېس ټرمپ ته پر ایران د برید اجازه نه ده ورکړې او هممهاله ایران – په داسې حال کې چې پر اسرائیل یې تازه بریدونه کړي – د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، حق لري د امریکا د «تېري» پر وړاندې ودرېږي.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان پر دغه هېواد د امریکا له هوايي بریدونو وروسته ویلي، د ایران پر اټومي سایټونو د نړۍوالو قوانینو خلاف بریدونه شوي او دوی اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ صنعت د پراختیا بهیر ودرېږي.
د م.م سرمنشي پر ایران د امریکا پر برید د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ترینګلتیاوو کمېدو غوښتنه کړې او د امریکا د کانګرېس ځینو غړو بیا د برید پرېکړه پر ځای خو ځینو د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.
امنیت شورا د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړې په اړه د نظرونو د اختلاف شاهده وه؛ ایران امریکا د اسرائیل ملاتړې وبلله، په داسې حال کې چې اسرائیل ایران یو اټومي ګواښ او د دغه…
د ایران او اسراییل ترمنځ متقابل بریدونه نهمې ورځې ته وغځېدل؛ ایران اعلان کړی چې پر اسراییل یې د توغندیزو بریدونو اتلسمه څپه پیل کړی او اسراییل هم ویلي چې ایران کې یې ځینې سیمې په نښه کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې چې په استانبول کې ترسره کېږي، پر ایران د اسرائیل د بریدونو پر موضوع به په ځانګړې توګه خبرې وشي.
د راپورونو له مخې، د اوکراین پر بندري ښار اودیسا د روسیې د بېپیلوټه الوتکو بریدونو کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، غزه کې پر فلسطینیانو د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې پر اتمه ورځ هم متقابل بریدونه دوام لري، د ایران له لوري یو توغول شوي توغندی د اسرائیلو بئر السبع کې ښار کې لګېدلی او د ایران په ختیځ او شمال کې هم د چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني، فرانسې او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیران غواړي له خپل ایراني سیال سره د اټومي انرژۍ په اړه مذاکرات وکړي، خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسرائیل برید غندلی او ویلي یې دي چې «اسرائیل د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ، په منځني ختیځ کې د سولې پر وړاندې پر یوه سرطاني موجود» او د «نړۍوال امنیت د تخریب» پر عامل بدل شوی دی.
د روسیې ولسمشر وايي چې نه غواړي د امریکا او اسراییل له لوري د ایران د مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي د احتمالي وژنې په اړه وغږیږي او ټینګار کوي چې ایران تر اوسه د روانې جګړې په اړه له مسکوه د کوم ملاتړ غوښتنه نه ده کړې.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې د مرستې ترلاسه کولو په موخه لیکو کې پر ولاړو فلسطینیانو ډزې کړې چې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، ایران او اسرائیلو تېره شپه یو ځل بیا پر یوه او بل بریدونه کړي، قطر او برېتانیا د تاوتریخوالي کمېدو پر اړتیا ټينګار کړی او د جګړې یو شمېر مخالفو فعالانو د امریکا د سپینې ماڼۍ مخې ته او لاسانجلس ښار کې احتجاجونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا په سیمه کې د روان کړکېچ په اړه بله بېړنۍ غونډه کوي.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون پر ایران د اسرائیلو د بریدونو له امله د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی او پر دغو وژنو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ایران او اسرائیلو جګړه دوام لري؛ ټرمپ ویلي، د ایران د مشر په نښه کول اسانه دي، خو د اوس لپاره دا کار نه کوي، خو د یوه امریکایي سناتور په وینا، په دې جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا «ناوریني تېروتنه» به په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو د پراخو بریدونو لامل شي.