Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فیلیپين کې له زورورې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، نن د فیلیپین په جنوب کې د رېښتر په کچه له ۷.۴ درجې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه زلزله د مانا ښار ته نږدې د ۱۰ کیلومتره په ژوروالي شوې او د بیا ټکانونو او زیانونو احتمال هم شتون لري.

په راپور کې راغلي چې د فیلیپین د زلزله پېژندنې ادارې په ساحلي سیمو کې له خلکو غوښتي چې لوړو سیمو ته ولاړ شي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د راپور پر بنسټ، په وروستیو کلونو کې دا په فیلیپین کې تر ټولو زوروره زلرله وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.