Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د وسله‌والو په یوه برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

رویټرز په یوه راپور کې د سرچینو له قوله لیکلي، وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په کورمه کې نن چهارشنبې د پاکستاني پوځیانو پر یوه کاروان برید کړی دی.

په راپور کې راغلي چې په دغه برید کې د دوو افسرانو په ګډون ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

په راپور کې ویل شوي چې رویټرز ته په لېږل شوي بیان کې پاکستاني طالبانو ویلي، د دوی «جنګیالیو» پر کاروان برید کړی دی.

سرچینې د پاکستان د پوځ په حواله لیکلي چې څو سرتېري یې په اورکزو سیمه کې د عملیاتو په جریان کې وژل شوي او ادعا کوي چې ۱۹ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.