Language

د ټرمپ او پوتین ترمنځ لیدنه ځنډېدلې ده

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ پلان شوې لیدنه ځنډېدلې ده؛ ځکه روسیې په اوکراین کې د اوربند وړاندیز رد کړی دی.

رویټرز نن په یوه راپور کې ویلي چې د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ پلان شوې ناسته پرون د سه شنبې په ورځ وځنډول شوه او د دې پرېکړې لامل د مسکو له لوري په اوکراین کې د سمدستي اوربند د وړاندیز ردول دي.

سرچینې د سپینې ماڼۍ د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي: «د ولسمشر ټرمپ لپاره په نږدې راتلونکې کې له ولسمشر پوتین سره د لیدنې کوم پلان نشته.»

په راپور کې راغلي، وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف “ګټوره ټیلېفوني اړیکه” درلوده، خو پرېکړه یې وکړه چې مخامخ ناسته ونه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټرمپ تېره اونۍ ویلي وو چې دی او پوتین به ډېر ژر په هنګري کې وګوري څو په اوکراین کې د جکړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

Related Topics