کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): اسلامي امارت په پاکستان کې د تحریک لبیک پر لاریونوالو د دغه هېواد د پوځیانو له لوري پر ډزو او اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې د خپلو خلکو پروړاندې دې نور زورزیاتی نه کوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په پاکستان کې د تحریک لبیک په نوم ګوند د دغه هېواد له قانون سره سم اعتراضیه ناستې پیل کړې وې او غوښتل یې چې دا اعتراضونه تر اسلاماباد پورې ورسوي.
نوموړي زیاته کړې: «خو د پاکستاني فوج لخوا په یادو مظاهرهچیانو مخامخ ډزې او بریدونه شوې چې له امله یې ملکي خلکو ته خورا درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي، موږ د ملکي خلکو پر وړاندې د دغهراز تاوتریخوالي او مرګژوبلې له امله سخت خواشیني او متأثره شوو.»
فطرت لیکلي چې د وژل شوو له کورنیواو ټول پاکستاني ملت سره خپله خواخوږی شریکوي او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.
هغه دغهراز زیاته کړې، اسلامي امارت په پاکستاني حکومت او حاکم اړخ غږ کوي چې د خپلو خلکو پر وړاندې نور زور زیاتی ونه کړي او ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې حل کړي.
د راپورونو له مخې، پاکستان په لاهور ښار کې د تحریک لبیک ګوند له لوري پيل شوی لاریون په تاوتریخوالي اوښتی او پولیسو پر لاریونکوونکو ډزې کړې دي؛ له ۲۸۰ ډېر لاریونکوونکو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۹۰۰ ټپيان او ۷۰ نور تر زغروال ګاډو لاندې شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP