Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حماس په مشروط ډول اوربند ته چمتووالی وښود

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): حماس ویلي چې د قطر په منځګړیتوب د امریکا د ولسمشر له لوري وړاندیز شوي اوربند ته چمتو دي، خو خپل شرایط یې لا پر ځای دي او داسې «واقعي تضمینونه» غواړي چې جګړه به ختمېږي او بیا به نه پیلېږي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیل او حماس ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د دوشنبې په ورځ په مصر کې پیل شوې او د سې‌شنبې په ورځ د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره روانې وې.

د الجزیزې د راپور له مخې، د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، دوی هوډ لري چې اسیران له غزې د اسرائیلي پوځ له وتلو سره په تړلو پړاوونو کې خوشي کړي.

د راپور له مخې، د حماس مشر خلیل الحیة د مصر له دولتي شبکې القاهره نیوز سره په خبرو کې ویلي: «موږ پر اشغال حتا یوه ثانیه هم باور نه لرو.»

هغه ویلي، حماس داسې «واقعي تضمینونه» غواړي چې جګړه به ختمېږي او بیا به نه پیلېږي. الحیة ویلي چې اسرائیلو تر دې وړاندې دوه اوربندونه مات کړي دي.

له دې مخکې د سه‌شنبې په ورځ، د فلسطیني ډلو یوې ټولنې – چې حماس هم په کې شامل و– د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې «مقاومت به د هر ډول وسایلو له لارې دوام لري» او ټینګار یې وکړ چې «هيڅوک د فلسطین د ولس د وسلو تسلیمولو حق نه لري.»

په راپور کې راغلي، ټاکل شوې چې نن چهارشنبه قطري او امریکایي لوړپوړي چارواکي د خبرو د دوام لپاره مصر ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې له ورځې راهیسې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسرائیل د بمبارۍ درولو غوښتنه کړې، خو د اسرائیل په تازه بریدونو کې په غزه کې لږ تر لږه ۱۰۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.