Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اتیوپي کې د یوې کلیسا د چت لوېدو پېښه کې ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د راپورونه له مخې، د اتیوپي په شمال کې د یوې کلیسا د چت لوېدو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، یاده پېښه پرون (چهارشنبه) د اتیوپي د شمال په امهارا سیمه کې په «منجار شنک، ورا اررتی، ماریام) کلیسا کې شوې ده.

راپور کې راغلي چې یاده پېښه د کلني جشن لپاره د عبادت‌کوونکو د راټولېدنې پر مهال شوې ده.

د یادې پېښې یو عیني شاهد میکیاس مبراتو ویلي: «ټول د دعا لپاره راټول شوي وو چې ناڅاپه چوکاټ ونړېد او خلک له پاس منزله لاندې راوغورځېدل.»

ورته مهال، د ځايي روغتون ډاکټر سیوم التایه هم ویلي چې قربانیانو کې ماشومان او ډېر عمر لرونکي کسان شامل دي.

هغه زیاته کړه چې په یاده پېښه کې تر اوسه د ۲۵ کسان مړینه او د څه باندې سل کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي.

نوموړې څرګنده کړه چې یاد روغتون له سره صلیب څخه د ټپیانو د ساتنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.