Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ له احمد الشرع سره وکتل

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د متحده ایالتونو ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د سوریې له ولسمشر سره لیدنه کړې ده.

د بي‌بي‌سي فارسي د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره لیدنه کړې ده.

د راپور له مخې، له دې لیدنې وروسته سوریې اعلان کړی چې د داعش پر وړاندې نړۍوال ایتلاف کې شاملېږي.

دغه‌راز، ډونالډ ټرمپ د خبریالانو یوې غونډې ته ویلي: «موږ غواړو ووینو چې سوریه پر یوه ډېر بریالی هېواد بدل شي او زه فکر کوم چې دا مشر دغه کار کولای شي.»

نوموړي د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړې: «نورې اعلامیې هم په لاره دي.»

ورته مهال، په دې لیدنه کې د امریکا د مالیې وزارت اعلان کړی چې د سوریې بندیزونه د ۱۸۰ ورځو (شپږو میاشتو) لپاره ځنډول شوي دي.

د یادونې ده، احمد الشرع د سوریې لومړنی ولسمشر دی چې د دغه هېواد له خپلواکۍ، نږدې ۸۰ کاله وروسته سپینې ماڼۍ ته تللی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.