Language

امریکا کې د یوې باروړونکې الوتکې لوېدو پېښه کې ۷ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، یوه باروړونکې الوتکه د امریکا د کنتاکي ایالت په لویویل ښار کې له «محمدعلي» هوايي ډګره د پورته کېدو پر مهال لوېدلې چې له امله یې اووه کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې یاده الوتکه په یوپي‌ايس شرکت پورې اړه لري او د الوتکې له لوېدو وروسته پراخه اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

د امریکا د فدرال هواپېژندې ادارې (FAA) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یاد شرکت ۲۹۷۶ شمېره الوتنه د ځايي وخت مازدیګر شاوخوا ۵:۱۵ بجې هونولولو ته د پرواز پر مهال لوېدلې ده.

په راپور کې راغلي چې یاده پېښه کې اووه کسان مړه او لږ تر لږه ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

Related Topics