منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:57 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

اندونيزيا کې د سېلابونو او ځمک‌ښويېدنې له امله لږ تر لږه ۱۷۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

· 1 دقیقه لوستل · 225 کتنې

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اندونيزيا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمک‌ښويېدنې له امله لږ تر لږه ۱۷۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اندونيزيا له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او د ځمک‌ښويېدنې پېښو د قربانيانو شمېر ۱۷۴ کسانو ته رسېدلی دی.

په راپور کې راغلي چې لسګونه نور کسان لا هم نادرکه دي.

د یادونې ده، د اندونيزيا په بېلابېلو سيمو کې سېلابونه او ځمک‌ښويېدنې پرون پيل شوې او ډېر تلفات په سوماترا کې ثبت شوي دي.