«د پاکستان له فضا څخه د الوتنو شمېر ۵۰ سلنه کم شوی»
د ایران او پاکستان له لوري د یو بل پر خاورو له بریدونو وروسته، د پاکستان له هوایي حریمه د تېرېدونکو الوتکو کچه نږدې ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
د ایران او پاکستان له لوري د یو بل پر خاورو له بریدونو وروسته، د پاکستان له هوایي حریمه د تېرېدونکو الوتکو کچه نږدې ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
ایران ویلي چې پر سراوان سیمې د پاکستان بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه “بهرني” وګړي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران د سیستان بلوچستان ایالت په سراوان سیمه کې نن سهار وخته د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي، ویل کېږي، چې پاکستان هلته د بلوڅ وسله والو پر مرکزونو بریدونه کړي.
د ایران ځانګړي ځواک سپاه پاسدارانو اعلان کړی چې په پاکستان کې یې د ترهګرې ډلې جیش العدل په مرکزونو یې د بې پیلوټه الوتکو هوایي بریدونه کړي او توغندي یې هم ویشتي دي.
د بلوچستان په کیچ سیمه کې چاودنې د پاکستان پنځه پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
کولمبیایي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په یوې غرنۍ سیمه کې د غره یوې برخې ښویېدو له امله ۳۴ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې تېره مېلادي میاشت د کرونا له امله په نړۍ کې نږدې لس زره کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د عراق په نیمه خپلواک سیمه کردستان کې د وسلهوالو په یوه برید کې د ترکیې پنځه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
: د راپورونو له مخې، امریکا او بریتانیا د جمعې په ورځ سهار وخته په یمن کې د حوثي وسله والو پر بېلا بېلو مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې وسلهوالو پر یوې امنیتي پوستې ډلهییز برید کړی چې په کې درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د تګزاس ایالت په یوه هوټل کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي او امریکايي چارواکو وايي، یاده پېښه ښايي د ګاز چاودنې له امله شوې وي.
په فلسطین کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې پر غزې ښار د اسراییلي ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې تر اوسه یې ۱۴۲ کارکوونکي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، په اسلاماباد کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري د پاکستان د سني علماوو شورا مرستیال مولانا مسعودالرحمن عثماني وژل شوی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی وايي چې ښايي د روان مېلادي کال د جنوري په دویمه نیمايي کې د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د قدس ځانګړي ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې د دوو چاودنو له امله شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د جاپان چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په ایشیکاوای ولایت کې د تېرې دوشنبې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۶۲ ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، سعودي عربستان اعلان کړی چې دغه هېواد د «برېکس» ډلې له هېوادونو سره یوځای شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر سرتاج عزیز او د مسلم لیګ ګوند مرکزي غړی د ۹۵ کلونو په عمر مړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، د لبنان پلازمینې بیروت ښار کې د فلسطین د حماس ډلې سیاسي مرستیال صالح العاروري د اسراییلو په یوه بې پیلوټه هوایي برید کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسلهوالو کسانو له لوري د شپږو سلمانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا په لاسانجلس کې د ډزو دوو پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د جاپان په شمال کې ځايي مسوولینو اعلان کړی چې د دغه هېواد په هوکایدو ټاپو کې پرون د رېښتر په کچه د ۷.۶ زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۰ او د ټپیانو شمېر ۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.