ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټکنالوجي؛ ایا تور او سپین تیمونه (Black and white Themes) پر نظر څه اغېز لري؟‎‎
author avatar
8 Jul 2022 - 13:30
ټکنالوجي؛ ایا تور او سپین تیمونه (Black and white Themes) پر نظر څه اغېز لري؟‎‎
author avatar
8 Jul 2022 - 13:30

په ننني عصر کې ډېری ویب‌پاڼې او اپلېکشنونه په دوه ډوله تیمونو یعنې رنګونو سره جوړېږي چې یو قسم یې تور رنګ لري او بل يې خړ سپین رنګ.

ایا د سترګو په نظر باندې کوم یو یې ډېر اغېز لرونکی دی، کوم یو باید انتخاب شي او له کوم یوه ګټه واخیستل شي؟

د ګرافیکي پوهې له نظره باید یوه ویبپاڼه یا اپ په درېیو رنګونو باندې مشتمل یا مشتمله وي چې زیاته برخه یې باید ابي سپین وي، خط یې باید تور وي او بګرونډ یې باید سپین خړ رنګی وي لکه د لوګي رنګ، خو که موږ تور تیم هم په ویبپاڼه کې ولرو، نو بیا بګرونډ باید تور روښانه وي او خط یې خړ سپین رنګې یا لوګی شکله وي.

ځینې ویب‌پاڼې بیا خپلو کاروونکو ته دا خوښه ورکوي چې پراګراف، عنوان او د نورو کارنو معلومات په کوم رنګ کې ځان ته انتخاب کړي، څو کارن ته په زړه پورې وي، لکه ښه مثال يې د ټویټر اجتماعي صفحه ده چې تاسې د لومړۍ صفحې، لکینې، عنوانونه، د کارنو لیدل په کوم رنګ کې چې وغواړئ انتخابولی شئ.

همدارنګه په یوټیوب کې تاسې بیا دوه اختیاره لرئ، خړ رنګی سپین تیم او بل تور (Black theme)؛ فېسبوک صفحه او اپ یې یواځې یو قسمه تیم لري چې سپین رنګی خړ دی او زیاتره عنوانونه، پیغامونه پکې په ابي سپین رنګه وي چې کارن پکې خوشحاله وي او د تنګېدو احساس نه کوي، اما مسینجر اپ یې بیا دوه رنګی تیم لري چې تور او سپین.

رنګونه په ویب‌پاڼو کې ډېر تاثیر لرونکي وي چې د ګرافیک ډیزاینرانو په وینا که یوه ویبپاڼه ډېر تېز او مختلف قسمه رنګونه ولري، نو لیدونکي به یې کم وي، که برعکس لکه پورته چې یې ذکر وشو، نو لیدونکي به یې ډېر وي.

اوس به راشو دېته چې تور رنګه او سپین رنګه تیمونه د سترګو په نظر څه تاثیر لري که نه؟

په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د باور ډي په نوم یو انګلنډي ډاکټر په پورته رنګونو باندې تحقیق کړی دی چې تر اوسه پورې زیاتره ساینس پوهان یې مثبت ارزیابي کوي او مني یې. هغه ویلي چې له تور رنګه تیم څخه سپین رنګه تیم غوره او بهتره دی، سترګې مو نه خرابوي.

همدارنګه جېسن هاریسن د کولمبیا پوهنتون د تحقیق څانګې مشر په خپل تحقیق کې وایي، که تاسې تور رنګه خط په سپین بګرونډ سره وګورئ نو ستاسې د سترګو لینز به کوچنی او غټېږي چې په دې سره ستاسې د سترګو نظر ممکن تر یوه حده ثابت پاتې شي؛ ځکه چې د سترګو نظر ته شعاوې په ډېره اندازه نه داخلېږي.

د جېسن په وینا، د نړی ۵۰ سلنه نفوس اوس هم تور رنګه حروف په سپین بګرونډ نه شي لیدلی؛ علت یې د تور بګرونډ استعمال دی.

که چېرې تاسو تور رنګه تیم یا بګرونډ وکاروئ او لیکل پرې خړ رنګي وي، نو په دې سره ستاسې د سترګې لینز پراخېږي او په یو حالت کې وي او ډېرې شعاوې مو نظر ته داخلېږي چې د نظر د کمېدو سره مو مخ کوي.

زما سپارښتنه!

که چېرې تاسې له ۳ تر ۷ ساعتونو پورې د کمپیوټر، مبایل او یا هم له نورو ډیجټلي وسایلو څخه کار اخلئ نو پکار دا ده چې د وسایلو بګرونډ ابي سپین کړئ، رنګونه په خپله خوښه جوړ کړئ، داسې رنګونه استعمال کړئ چې ستاسې د ډېر تاکید سبب نه کېږي، لکه ابي رنګه سپین، زرغوني سپین.

د ډیجټل وسایلو برایټنیس یعنې روښنایي مو کمه کړئ، بلخصوص د شپې له خوا خو بېخي د وسایلو رڼا له ۲۰ فیصده څخه مه پورته کوئ، فونټونه مو لوی کړئ او همدارنګه که ساده د ابي رنګه شعاوو ضد چشمې وکارئ لا غوره ده.

Views: 48

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.