Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له کجکي بنده د ایران د تخنیکي ټیم ممکنه لیدنه
له کجکي بنده د ایران د تخنیکي ټیم ممکنه لیدنه

لیکوال: نظیم سمون

د  افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت ورسره موافقه کړې چې ددوی تخنیکي ټیم به اجازه ورکوي چې له کجکي بند څخه لیدنه وکړي.

تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ۱۳۵۱ لمریز کال د  تړون له مخې افغانستان مکلف نه دی، چې په اوس وخت کې ایران ته اجازه ورکړي چې د دهراود ستېشن یا هم کجکي تفتیش کړي. لومړی خو په تړون کې د هلمند سیند د اوبو د اندازه کولو شاخص د دهراود ستېشن دی، نه کجکي یا د افغانستان په خاوره کې کومه بله نقطه. د تړون په لومړي نمبر پروتوکول کې چې د حقابې د تطبیق عملي میکانیزم بیانوي، ټول پروسیجر تشرېح شوی. لومړی باید د اوبو ارقام او دا چې کال وچ دی او که نورمال، د کمیسارانو په غونډه کې بحث او وڅېړل شي او د وړاندې شویو ارقامو له مخې یو بل ته قناعت ورکړل شي. که چېرې ایراني کمیساران د افغان کمیسارانو له خوا د وړاندې شویو ارقامو په اړه قناعت ونه لري، بیا کېدای شي چې دواړه لوري په دې هوکړه وکړي چې د دهراود ستېشن له نږدې وکتل شي. خو د دهراود ستېشن ارقام یوازې هغه وخت اعتبار لرلی شي چې د تړون د بشپړ تطبیق لپاره یو لړ نور شرطونه پوره شوې وي. د تړون د بشپړ تطبیق لپاره د دریو پېش‌شرطونو پوره کېدل مهم دي او دا ټول همزمانه اقداماتو ته اړتیا لري:
۱- د دهراود ستېشن رسمي فعالول.
 ۲- د تړون د دویمې مادې له مخې په غوره شویو درې نقطو کې چې یوه نقطه باید د هلمند او سیستان سیند په تقاطع کې او پاتې دوه نورې د ۵۱ او ۵۲ سرحدي پېلرونو ترمنځ سیمه کې مشخصې شي، د حقابې د اندازه کولو او سپارلو لپاره د ګډو تأسیساتو او سیستمونو جوړول؛
۳- په ګډ سرحد کې د سیند کیڼ لور ته د ایران په خاوره کې د ناقانونه نصب شویو واټرپمپونو او کانالونو بندول. د دویم او درېیم مورد له عملي کېدو پرته، د دهراود ستېشن فعالیت او ارقام اعتبار نه شي پیدا کولی؛ ځکه د تړون د بشپړ تطبیق موارد دوه اړخیز مکلفیتونه دي چې د هر اړخ مکلفیت د بل اړخ د مکلفیت په ترسره کېدو اعتبار پیدا کوي.
د ایران ځانګړي استازي قمي چې څه ویلي، حقیقت نه لري او افغانستان له ایران سره د کجکي یا دهراود د تفتیش په اړه کومه هوکړه نه ده کړې. ایران ته به د هغوی حقابه ورکول کېږي، خو په هغه صورت کې چې په دلتا کې اوبه وي. په کجکي کې اوبه په دې معنی نه ده چې افغانستان په بره هلمند کې اوبه ایساره کړې. په کجکي کې د موسمي اورښتونو اوبه ذخیره شوې او هغه اوبه چې تر سرحد پورې ۶۲۰ کیلومتره مزل وهي، د هلمند او نیمروز په وچو دښتو کې ضایع کېږي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 419

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.