د اوبو مسمومیت:
اوبه د ژوند د پایښت لپاره تر ټولو مهم عنصر دی؛ مګر د وجود له اړتیا ډېر څښل یې روغتیا ته خطر پېښولی شي چې د اوبو د مسمومیت چې د Water Intoxication په نوم یادیږي، لامل ګرځي.
ځیني خلک د اوبو څښلو ته ډېره لېوالتیا لري او ان که تږي هم نه وي، د ډېرو اوبو څښل د ځان لپاره ګټور بولي.
د اوبو مسمومیت هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د څښاک اوبو مقدار د پښتورګو له وړتیا څخه ډېر شي او پښتورګي ونه شي کولای اضافي اوبه د ادرار له لارې بهر کړي، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې موږ باید په ورځ کې څومره اوبه وڅښو؟
د ورځني مایعاتو اندازه په عمر، جنس، صحي شرایطو او ورځني فعالیت پورې اړه لري؛ د طبي څېړنو پر بنسټ، په اوسط ډول یو سالم انسان ته که ښځه وي تر ۲،۵ لېتره او نارینه ته تر ۳،۷ لېتره اوبو څښل په ورځ کی توصیه کېږي. (۱۰ تر ۱۵ ګیلاسه اوبه په ورځ کې)
د اوبو مسمومیت نښې نښانې څه دي؟
د اوبو د مسمومیت نښې نښانې معمولاُ د شعور اختلال، زړه بدوالی او کانګې او په ځینو شدیدو او نادره حلاتو کې حتا په مغزو کې پړسوب رامنځته کوي؛ کوم چې کېدای شی وژونکی وګرځي.
د اوبو مسمومیت څه شی دی؟
د اوبو مسمومیت د مغز د فعالیت یوه ستونزه ده چې د ډېرو اوبو څښلو له امله رامنځته کېږي؛ د ډېرو اوبو څښل په وینه کې د اوبو اندازه ډېروي، کوم چې کولی شي په وینه کې، په ځانګړي ډول د سوډیم مالګه چې الکترولیت بلل کېږي، کمه کړي.
سوډیم د بدن د حجرو دننه او بهر د مایعاتو د توازن په ساتلو کې مرسته کوي؛ کله چې د سوډیم کچه د ډېرو اوبو څښلو له امله راټیټه شي، مایعات له بهره حجرو ته حرکت کوي چې د پړسوب لامل ګرځي.
کله چې دا ډول تغییرات د دماغ په حجرو کی پېښېږي، د یوې خطرناکې ستونزې تمه کېدای شي او په ځینو مواردو کې حتا د مړینې لامل ګرځېدای شي.
کله چې یو څوک ډېرې اوبه وڅښي او د مغزو حجرات ې پړسوب پیل کړي، د دوی په سر کې فشار زیاتېږي؛ دغه حالت د اوبو د مسمومیت لومړنۍ نښې نښانې رامنځته کوي، لکه د سر درد، کانګې، د عضلاتو کمزورتیا، د وینې فشار زیاتوالی او د شعوري او د مرکزي عصبي سیستم اختلالات.
کوم عوامل د اوبو د مسمومیت لامل کېږي؟
د اوبو مسمومیت معمولاً په هغو خلکو کې ډېر رامنځته کیږي چې ډېر ورزش کوي او له اندازې ډېر مایعات څښي او یا هغه خلک چې رواني اختلالات لري.
همدارنگه د ډېرو اوبو څښل چې د دوامداره تندې جنون هم ورته ویل کېږي، د رواني ستونزو نښه کېدای شي چې باید درملنه یې وشي.
یوې څېړنې موندلې چې په 2002 کال کې د بوسټن ماراتون ښار کې له ۴۸۸ منډې وهونکو ورزشکارانو څخه ۱۳ سلنه یې د سودیم مالګې د کمبود نښې درلودې او ۰،۰۶ یې جدي کمبود درلود، کله چې د دوی د سوډیم کچه mmol/L 120 څخه کمه وه.
په ورته پېښو کې د اوبو مسمومیت د مرګ لامل هم شوی دی.
مأخذ:
Bhatia, M. S., et al. (2017). Psychogenic polydipsia — management challenges. https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC5579464/
Gardner, J. W. (2002). Death by water intoxication [Abstract]. https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/12053855
Garigan, T. P., & Ristedt, D. E. (1999). Death from hyponatremia as a result of acute water intoxication in an Army basic trainee. https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/10091501
Get the facts: Drinking water and intake. (2016). https://www.cdc.gov/nutrition/data-statistics/plain-water-the-healthier-choice.html
Views: 183
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن