Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژانده وسلهوالو نن سهار د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د جغلي سړک سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې تېره ورځ داسې یوه ماشومه زېږېدلې وه چې دوه سرونه یې لرل خو دنیا ته له راتګ سره سم یې ساه ورکړه.
د اروزګان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د نشهیي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د یوه ترانسپورټي ټرمینل د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت به د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د «ماشیناب» پول چې د چهارچینو او ګېزاب ولسوالیو ترڅنګ د دایکندي ولایت خلک هم تګ راتګ پرې کوي، سخت زیانمن شوی او که ونه رغول شي، وبه نړېږي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د کرکټ اوو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام پنځلساوریزې سیالۍ پيل شوې.
د اروزګان سیمهییز مسوولین وایي چې نن په دغه ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو د تفصیلي پلان عملي چارې پیل شوې.
اروزګان کې د ګلپري په نوم یوه بېوزلې مور چې د څلورو معلولو اولادونو سرپرستي ور له غاړې ده، د ژوند سختیو او اقتصادي ستونزو دومره ناتوانه کړې چې وايي، نور د اولادونو د ساتنې او پالنې توان نه لري او له خدایه مرګ غواړي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې پېښه کې د یوه کور شپږ غړي مړه شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د اروزګان – کندهار لویه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
اروزګان کې سیمهییز مسوولینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا زدهکړو له یوه مرکز څخه د لسګونو زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د وړیا زدهکړو خدمتونو لړۍ د دغه ولایت ولسوالیو ته هم غځول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP