ترینکوټ (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): اروزګان کې د ګلپري په نوم یوه بېوزلې مور چې د څلورو معلولو اولادونو سرپرستي ور له غاړې ده، د ژوند سختیو او اقتصادي ستونزو دومره ناتوانه کړې چې وايي، نور د اولادونو د ساتنې او پالنې توان نه لري او له خدایه مرګ غواړي.
۷۰ کلنه ګلپري د اروزګان د مرکز ترینکوټ د انارجوی سیمې اوسېدونکې ده؛ خاوند یې کلونه مخکې مړ شوی او اوس دا یوازې د خپلو څلورو معلولو اولادونو سرپرستي کوي.
ګلپري د پژواک خبري اژانس له خبریال سره خبرو کې وویل: «ټول څلور اولادونه مې، یوه لور او درې زامن مې معلول دي؛ یو زوی مې نابینا دی، دوه زامن او یوه لور مې بیا فلج دي، عمرونه یې د ۲۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ دي، هيڅوک د خپلو اولادونو ساتلو او پالنې لپاره نه لرم.»
هغې زیاته کړه، د دغو معلولو اولادونو پالنه یو خوا، خو د هغوی لپاره د ډوډۍ پیدا کول بیا بل دروند بار دی چې له ژونده یې بېزاره کړې ده.
ګلپري په داسې حال کې چې څلور واړه معلول اولادونه یې ترڅنګ ناست وو، په ژړغوني غږ وویل: «څه وکم، کاش مړه وای، خو نه مرم، د بدن لندې غوښې مې اور هم نه اخلي.»
دغه مور هر سهار د دې لپاره چې څوک مرسته ورسره وکړي، له کوره وځي، خو ډېر کله داسې وي چې بېرته تش لاس کور ته ځي.
هغه وایي: «د ژوند ټولو سختیو ته مې په یوازې ځان اوږه ورکړې، د مرستې هیڅوک نه لرم، د اولادونو پالل او ساتل راته ورځ تر بلې ګرانېږي، زه نور سپین سرې یم، د هغوی د پورته او کته کولو توان نور نه لرم، د اولادونو په کته پورته کولو کې له ګاونډیو مرسته غواړم.»
د ګلپري په خبره، کله چې د مرستې لپاره څوک پیدا نهشي، اولادونه یې بیا مجبورېږي چې د ضرورت پوره کولو لپاره په څښېدو څښېدو له خونې ووځي او بېرته راشي، له همدې امله یې د بدن غوښې په ځمکه پورې تللې دي.
هغې دغه راز وویل چې اوس یې یوازې درې اولادونو د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست سره ثبت دي او ټاکلې اندازه پيسې ورکول کېږي خو په خبره یې چې دغه پیسې یې د کور د اړینو لګښتونو لپاره هم بسنه نه کوي او اړتیا لري چې نوره مرسته ورسره وشي.
ورته مهال، د ګلپري مشر زوی محمدابراهیم چې نابینا دی وویل، ژوند یې خورا په سختۍ مخې ته ځي، د بل مرستې ته محتاج دي او کله کله مرسته هم نه وي، بیا نو د خدای هیلې ته ناست وي.
هغه زیاته کړه: «لوی ارمان مې د خپلې کورنۍ د غړو لیدل او د نورو عادي کسانو په څېر ژوند کول دي؛ که معلول نه وای، د پلار له وفات وروسته به مې د کور ټول مسوولیتونه اخیستې وای او د کورنۍ لپاره به مې ښه ژوند برابر کړی و، خو اوس خپله د بل د لاس محتاج یم، که مرسته راسره ونه شي، ان ورځني انساني ضرورتونه هم نه شم پوره کولای.»
د یادې کورنۍ یو ګاونډی رازمحمد هم د هغوی حالت خورا دردوونکی یادوي.
نوموړي وویل، په دغه کور کې پنځه کسان ژوند کوي چې څلور یې معلول او د بل لاس ته محتاج دي.
د ده په خبره: «کلیوال له دوی سره کله ناکله د خوراکي توکو ترڅنګ نوره مرسته هم کوي خو د دې کورنۍ حالت د اندېښنې وړ دی او هر ډول لاسنیوي ته اړتیا لري.»
خو مسوولین وایي چې په اروزګان کې ټولو معلولینو ته خپل حقوق پر وخت رسېږي.
د اروزګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د شهیدانو او معلولینو برخې امر عبدالقاهر انس پژواک ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یادې معلولې کورنۍ درې غړي له دغه ریاست سره ثبت دي.
هغه زیاته کړه چې د دې کورنۍ د غړو په ګډون دا مهال له دغه ریاست سره شاوخوا ۳۰۰ معلولین ثبت دي او هغه امتیاز چې د وزارت له خوا رالېږل کېږي، د هغوی په واک کې ورکول کېږي.
د نوموړي په خبره: «د ۳۰۰ بشپړ فلج معلولینو په ګډون شاوخوا څلور زره معلولین د یاد ریاست سره ثبت دي.»
د اروزګان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د شهیدانو او معلولینو برخې امر وایي، دوی هڅه کوي ځینې مرستندویې ادارې د شهیدانو له وارثینو او معلولینو سره مرستو ته راجلب کړي.
هغه دغه راز وویل، موده مخکې یې د نورو فلج معلولینو ترڅنګ د یادې معلولې کورنۍ درېیو غړو ته هم ویلچرونه ورکړي دي.
مسوولینو دغه راز له معلولینو سره پر دوامداره مرستو ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP