Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د رمضان‌ جام کرکټ سیالۍ پیل شوې

ترینکوټ (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د کرکټ اوو لوبډلو ترمنځ د رمضان‌ جام پنځلس‌اوریزې سیالۍ پيل شوې.

اروزګان کې د کرکټ بورډ ولایتي استازي خیرالله افغان په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د رمضان جام کرکټ سیالۍ به د شپې له خوا په مرکز ترینکوټ کې ترسره کېږي او ټاکل شوې ۱۵ ورځې دوام وکړي.

هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ یې په دغه ولایت کې کرکټ لوبې ته د ودې ورکولو او د ځوانانو وړتیاوو لوړولو په موخه پیل کړې دي.

ورته مهال، هغه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې لوبېږي خوښ دي.

د حکیمي کرکټ لوبډلې مسوول حکمت‌الله حکیمي وویل، دغه ډول سیالۍ نه یوازې د کرکټ لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابروي، بلکې د سیمې د خلکو لپاره د تفریح یو ښه فرصت هم دی.

هغوی دغه راز له کرکټ بورډه غواړي چې په اروزګان کې د کرکټ لوبو لپاره یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.