ترینکوټ (پژواک،۱۴کب۱۴۰۳): د اروزګان سیمهییز مسوولین وایي چې نن په دغه ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو د تفصیلي پلان عملي چارې پیل شوې.
د اروزګان والي مولوي عنایتالله شجاع د دغه ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان د چارو پیل مراسمو کې وویل چې د مرکز ترینکوټ اړوند په څاهګي سیمه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو کورنیو لپاره ۱۸۲۶ جریبه ځمکه چې مخکې ځانګړې شوې وه، نن ورباندې د ښارګوټي جوړولو لومړنۍ چارې پیلېږي.
نوموړي وویل، دغه ځای کې به ۱۰۸۳ د استوګنې نمرې او د ژوند کولو لپاره نور ټول ځایونه مشخص او وروسته به د کور جوړولو لپاره د کډوالو په واک کې ورکړل شي.
ورته مهال، دغه ولایت ته له بهره راستنېدونکې کډوالې کورنۍ خوشحاله دې چې د دایمي استوګنې او کورونو د ورکړې لپاره ځای ورته ځانګړی شوی دی.
د امیرمحمد په نوم له پاکستانه راستون شوي کډوال وویل: «تېر کال په جبري توګه را وایستل شوم او تردې مهاله ترینکوټ ښار کې په یوه کرایي کور کې استوګن یم.»
هغه وایي، په دې ښارګوټي کې د ځمکو له ورکړې وروسته به د دایمي کورونو او نورو اسانتیاوو څخه برخمن شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP