د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې کلونه وروسته د والیبال سیالۍ جوړې شوې وې چې د مرکزي لوبډلې په بري سره نن پای ته ورسېدې.
د اروزګان د پوهنې ریاست وايي، دا مهال د دغه ولایت د زدهکوونکو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه په ښوونځیو کې د څښاک اوبو نشتوالی دی.
په روغتیايي چارو کې یوې همکارې موسسې د اروزګان د مرکز او پنځو ولسوالیو له ۴۰۰ روغتیايي پوستو سره د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وکړه.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر اروزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، هڅه کوي چې لویې پروژې د خپلو داخلي عوایدو او افغان سوداګرو په مالي مرستو پلې کړي.
د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، له هغو زرګونو سېلابځپلو کورنیو سره د بشري مرستو لړۍ بریالۍ روانه ده چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې زیانونه ور اوښتي وو.
په اروزګان کې د ولسي تړون پروګرام مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زمري ۲۴مې سیاسي بدلون له امله نیمګړې پاتې ۵۵ پروژې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د اروزګان ولایتي مسوولین وایي، په ګېزاب ولسوالۍ کې سېلابونو يو کوماز موټر وړى چې پکې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.
د رييسالوزرا لومړى مرستيال وايي چې دا مهال افغانان له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي خو جدي هڅې روانې دي څو دغه ستونزه هواره شي.
د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې سرګلولې چاودني له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د اروزګان حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت له مرکز ترينکوټ ښاره يې سلګونه سوالګر ټول کړي او له هغوی سره د مرستو کولو په موخه يې مرستندويه ادارو ته وريېژندلي دي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې يې دوه قاچاقبر له ۲۳۴۴ کیلوګرامه نشه يي توکو سره یوځای نیولي دي.
په اروزګان کې د سرې میاشتې روغتيايي مرکز چې له ۱۵ کلونو راهیسې یې غیرفعال و، نن بېرته پرانيستل شو.