د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د وسلو یوه زېرمه له هغه وروسته وموندل شوه چې خاوند او مېرمنې خپلمنځي شخړه کړې وه او وروسته مېرمنې امنیتي کسانو ته د دې زېرمې په اړه معلومات ورکړي وو.
ترینکوټ (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په اروزګان کې له هغو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې غړو یې د وروستیو سېلابونو له امله ژوند له
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د راکټ د سلګونو مرمیو یوه زېرمه کشف شوې او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه او د نيول شوي سیمه ییز خبریال کورنۍ وایي، پنځه ورځې مخکې امنیتي ځواکونو په اروزګان کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال نیولی دی.
. . .
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د مخکني نظام د سیمهییزو پولیسو یو قوماندان د وسلهوالو په برید کې وژل شوی دی.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوې نجلۍ د خپلې خوښې هلک ته د نه کوژده کېدو له امله د تریاکو په خوړلو ځانوژنه کړې؛ خو امنیتي چارواکي وايي، نجلۍ د میرګي ناروغي لرله او ځان یې وژلې ده.
په اروزګان کې د یوه خبریال په ګډون ۶۷ او په زابل کې ۱۲۸ په بېلابېلو جرمونو تورن او په نشهيي توکو روږدي کسان له زندانونو خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل شول.
په اروزګان کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۴ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي او د یوې سرګلولې چاودنې بیا ۲ ماشومان ټپيان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه پلاوي اروزګان ته سفر کړی، څو د پولیسو لیکې چاڼ کړي او د نوي تشکیل له مخې ګومارنې وکړي.