د اروزګان اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې درمل او طبي وسایل خلاص شوي او ډاکټران ناروغان اړباسي چې درمل او د اړتیا وړ نور توکي له بازاره وپېري.
د ارزګان چارواکي وايي، چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د زړو اوسپنو پېرلو دکان کې د چاودنې له امله یوه ماشومه ټپي شوې ده.
چارواکي وايي، د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د خوړو نړیوال سازمان د چور شوو خوراکي توکو د موندلو او د عاملانو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د کندهار- اروزګان پر لار د ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو لس کلن ماشوم وژل شوی دی.
په اروزګان کې د لومړي ځل لپاره د انټرنېټ خدمات پیل شول چې خلک، په ځانګړې توګه د خواله رسنیو کاروونکي یې خوشحاله کړي دي.
د اروزګان خلک، په ځانګړې توګه د لرو ولسوالیو اوسېدونکي د بشري مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ شکایت کوي او وايي، مرستې تر اړو او مستحقو کورنیو نه رسېږي.
ترینکوټ (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په عمومي څلور لارې کې د زنا په تور نیول شوی کس په درو
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ټولګټو چارو ریاست له خوا د یوه پول او ۲۲ پولګوټو د بیاجوړولو چارې پيل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
ترینکوټ (پژواک، د کب لومړۍ نېټه۱۴۰۰): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوې مدرسې چت لوېدو په پېښه کې ۴ ښځې او یوه ماشومه
د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني چې اروزګان ولایت ته یې سفر کړی وايي، د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې به د حل په موخه تر مرکزي چارواکو ورسوي.
. . .
د اروزګان په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د ویالو او کانالونو پاکولو لړۍ پیل شوې چې کارګرو ته یې په بدل کې د هند مرسته شوي غنم ورکول کېږي.