Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
تېره اونۍ، افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل شو، ځاځي میدان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه او اروپايي ټولنې، ناروې او بریتانیا له افغانستان سره نږدې ۳۵.۸ میلیون ډالره مرسته وکړه.
د میدانوردګو ولایت د مرکز اړوند اولخېلو سیمه کې پر ۲۳ جریبه ځمکه د لویو موټرو تمځای (تیرپارک) د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
پوهنې وزارت وایي، تېر کال هېواد کې ۳۱۶ نوي ښوونځي او څه باندې ۲۱۰۰۰ مدرسې او د اسلامي زدهکړو مرکزونه جوړ شوي، څه باندې ۱۶ میلیون ټوکه کتابونه ښوونځیو او نږدې یو میلیون ټوکه نور د اسلامي زدهکړو مرکزونو ته چاپ شوي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې ورکشاپ کې څه باندې زر بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
تېره اونۍ م.م له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ، قرغیزستان «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړل او د امنیت شورا ۱۲ غړو د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنه وښوده، خو روسیې، چین او الجزایر په دې اړه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.
پاکستاني پولیسو ویلي، تېره شپه وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په مومند ایجنسۍ سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی.
د پاکستان په اسلاماباد ښار کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په روان کال کې، پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی نوید ځدراڼ د بدن د ښي اړخ پوښتیو برخه کې د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې نشي لوبېدلی.
د کېنیا پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په نیري ښار کې یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۷ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، کابل ښار کې وروستی برید غندلی او ترهګري یې په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت پر وړاندې «تر ټولو جدي ګواښ» بللی دی.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د کانټیننټال جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې له ټایلنډ سره مخ کېږي.
کابل کې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د تاریخي میراثونو ساتنې لپاره ۳۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي او په پام کې لري چې د دغه هېواد په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي هم جوړ کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن