د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.
کابل کې د سردار محمدداوود خان روغتون په کمپلېکس کې نوې ۱۰۰ بستریزه څانګه او د ملکي ناروغانو لپاره ځانګړی روغتون پرانیستل شول او پر طبي تجهیزاتو سمبال «اېنکيسي کمپ» هم دغه کمپلېکس ته وسپارل شو.
کابل کې د شهیدانو او معلولینو چاور وزارت اړوند د شهیدانو د ورثهوو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه ۱۵۳ معلولین او یتیمان د لسو میاشتنیو فني او حرفوي زدهکړو له پروګرامه فارغ شول.
د سرهصلیب نړۍوالې کمېتې مشر د زندانونو چارو د سمون ادارې له مشره په لیدنه کې د دواړو لوریو د همغږۍ زیاتولو، تخنیکي مرستو او ګډو همکاریو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې له یادې ادارې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
تېره اونۍ، اسلو او کابل د ډيپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې، چین وویل چې له کابل سره یې اړیکو کې ښهوالی راغلی او د امنیت شورا کې په افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنې وښودل شوې، خو ا.ا وویل چې داعش افغانستان کې ځواک نه لري.
۲۵۰ افغان کډوال چې د ایران د خراسان رضوي د تایباد ښار په سرحدي سیمو کې د درنې واورې او توپان له امله ایسار پاتې وو، ژغورل شوي او بېرته افغانستان ته راګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، ګواتیمالا کې له سړکه د یوه مسافروړونکي بس د وتلو او درې ته د لوېدو له امله ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
افغان چارواکو نن په کابل کې یوه غونډه کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې پر چټکو هڅو ټینګار وکړ، ویې ویل چې له راتلونکو درېیو کلونو وروسته به هيڅ افغان اړ نه شي چې د دې ناروغۍ درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت، د ازبکستان له لوري امریکا ته د اوو چورلکو د سپارلو په اړه خپرو شوو راپورونو په غبرګون کې ویلي، دغه چورلکې د افغانانو حق دی، امریکا یې دې افغانستان ته د رالېږدولو برخه کې خنډونه نه جوړوي.
تېره اونۍ، بېګم راډیو وتړل شوه، له افغانستانه ازبکستان ته وړل شوې اووه بلکهاک چورلکې امریکا ته سپارل شوې، سیګار ادعا وکړه چې په افغانستان کې ځینې بهرنۍ ډلې فعالیت لري، خو ا.ا رد کړه او جنوبي کوریا له افغانستان سره درې میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
اروپایي ټولنې د روغتیایي علومو برخه کې د ښځو پر زدهکړو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د روغتیا نړۍوال له سازمان سره په ګډه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا سره د واشنګټن تعاملات او د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې له اژانس سره خپلې مرستې بندوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP