کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۳): تېره اونۍ، بېګم راډیو وتړل شوه، له افغانستانه ازبکستان ته وړل شوې اووه بلکهاک چورلکې امریکا ته سپارل شوې، سیګار ادعا وکړه چې په افغانستان کې ځینې بهرنۍ ډلې فعالیت لري، خو ا.ا رد کړه او جنوبي کوریا له افغانستان سره درې میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپایي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه ناسته وکړه.
- ا.ا: د سیمې هېوادونه دې هم له موږ سره همکار و اوسي، څو سیمهییز ثبات یقیني شي.
- جلالي: په انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
- د سیګار ادعا: افغانستان کې ځینې بهرنۍ ډلې فعالیت لري، ا.ا: افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ډله شتون نه لري.
- له افغانستانه ازبکستان ته بیول شوې اووه بلکهاک چورلکې امریکا ته سپارل شوې.
- د بېګم راډیو خپرونې ـ چې د نارینه وو برخې یې د ځوانانو راډیو ده ـ وځنډول شوې.
- یوناما او د بېپولې خبریالانو بنسټ وایي، د دې راډیو خپرونې دې بېرته پیل او په تړاو یې نیول شوي دوه تنه دې خوشي شي.
- جنوبي کوریا له افغانستان سره درې میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۶ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ کندهار کې یو وسلهوال غل او په نیمروز کې درې وسلهوال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو امنيتي کس هم په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
دغه راز، پروان کې د وسلهوالو غلو او د کور خاوند ترمنځ نښته شوې چې له امله یې یو غل او د کور د څښتن مېرمن وژل شوې او زوی یې ټپي شوی او په تخار کې دوه غله یوه کور ته ورغلي، یوه ښځه او سړی یې وژلي دي.
تېره اونۍ، یوناما او د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په کابل کې د یوناما په کمپلېکس کې ډزې شوې او له امله یې د اسلامي امارت یو امنیتي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوناما یو کارکوونکی ټپي شوی؛ دغه راز ناپېژانده وسلهوالو فاریاب کې یو قومي مشر وژلی، په همدغه ولایت کې د یو ۴۳ کلن کس او کندهار کې د یوه سپینږیري مړي موندل شوي دي.
دغه راز، د پروان امنیې قوماندانۍ ویلي وو چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په جنګلباغ سیمه کې د پولیسو او استخباراتو په ګډو عملیاتو کې د نښتې پر مهال دوه وسلهوال وژل شوي او درې نور ژوندي نیول شوي دي.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
تاجکستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپایي ټولنې ناسته
تېره اونۍ، د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه د تاجکستان په کوربهتوب ترسره شوه.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د ناستې ګډونوالو د افغانستان د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت او له افغانستان سره د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې د همکاریو پر تګلارو خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي: «دغه راز ګډونکوونکو په یاده ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت او امنیتي ننګونو او خطرونو په اړه بحث کړی.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې ناستې په تړاو ویلي چې اسلامي امارت د سيمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او له ټولو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو غوښتونکی ده.
هغه زیاته کړې: «په نورو هېوادونو کې چې د افغانستان په اړه بحثونه او ناستې کېږي، دغه هېوادونه باید اطمیناني و اوسي چې په افغانستان کې اوس سوله او ثبات دي، د اقتصادي رفاه او پرمختګ لپاره هڅې روانې دي او په دې کار کې باید د سيمې هېوادونه هم له موږ سره همکاره و اوسي، څو په نتیجه کې یې سیمهییز ثبات یقيني او دايمي کړو، افغانستان چې یو جګړهځپلی هېواد دی، اقتصادي نیمګړتیاوې او نورې اړتیاوې یې پوره کړو او سیمهييزه همکاري لا پیاوړې کړو.»
انقره کې د افغانستان سفارت
تېره اونۍ، ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د ترکیې حکومت په انقره کې د افغانستان د سفارت کنټرول په لاس کې اخیستی او د مخکني حکومت له وخته پاتې یو شمېر ډيپلوماتان یې له دندو ګوښه کړي دي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وایي چې په ډيپلوماتيکو استازوليو کې د کسانو بدلون عادي کړنه ده، د ترکيې په انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي او د اسلامي امارت د ډیپلوماتان په بشپړه روڼتیا، مسووليت او تعهد سره خپلې دندې ترسره کوي.
درېیو افغان سرپرست وزیرانو ته د م.م امنیت شورا د سفر معافیتونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د روان کال په جنورۍ او د تېر کال په ډسمبر میاشتو کې یې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او ارشاد حج او اوقافو وزارتونو سرپرست وزیرانو ته د سفر معافیتونه غځولي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني لپاره یې د تېرې میاشتې له ۲۳مې د روانې فبرورۍ میاشتې تر درېیمې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي لپاره د تېر کال ډسمبر میاشتې له ۲۸مې د روان کال د جنورۍ تر اوومې د ځینو لیدنو په موخه متحده عربي اماراتو ته د سفر او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب لپاره یې د تېرې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې په سعودي عربستان کې د حج کنفرانس او مکې نندارتون کې د ګډون لپاره د سفر معافیتونه ورکړي دي.
د کورنیو چارو سرپرست تېره اونۍ بېرته هېواد ته راستون شوی دی؛ د راپورونو له مخې، هغه په عربي متحده اماراتو کې د دغه هېواد د دولت له رییس سره د سیمهییز ثبات او د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.
افغانستان کې د بهرنیو ډلو د فعالیت په اړه د سیګار راپور او د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) په خپل تازه راپور کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د داعش، ټيټيپي او القاعده فعالیت د اندېښنې وړ دی.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پيغام کې ویلي چې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون نه لري او په اړه یې چې د سیګار راپور کې کومې څرګندونې شوې، حقیقت نه لري او اسلامي امارت یې ردوي.
دی زیاتوي: «البته داعش ډله چې د امریکایي اشغال پر مهال یې په افغانستان کې ځینې سیمې ولکه کړې وې او له هغه مهاله په افغانستان کې پاتې وه، خو د افغانستان اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ځپل شوې او قوت یې له منځه تللی دی.»
دی وایي، د داعش د ګوتو په شمېر کسان که پاتې وي، هغه هم په پټه او متواري حالت کې فعالیت کوي او تحرکات یې د کشفي ارګانونو له لوري څارل کېږي.
د ده په خبره، د یادې ډلې ځپلو لپاره کافي امنیتي ځواکونه شته او په دې اړه موثر ګامونه اخیستل شوي دي.
فطرت ویلي، داعش په افغانستان کې تهدید بلل او په غیرمستقیم ډول یې «بزرګنمایي» یوازې د دې ډلې لپاره کمپاین دی چې باید څوک یې ونه کړي.
امریکا ته د ۷ بلکهاک چورلکو سپارل
د راپورونو له مخې، د افغانستان د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال تر څلوېښت ډېرې الوتکې او چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي.
ازبکستاني رسنیو تېره اونۍ راپور ورکړ چې د یادو چورلکو له ډلې، اووه بلک هاک چورلکې امریکا ته سپارل شوې دي.
له دې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له هغو هېوادونو چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې ورسره دي، په ټینګار سره غوښتي وو چې دغه الوتکې افغانستان ته وسپاري او افغانستان دې غبرګون ته نه اړ کوي.
د بېګم راډیو خپرونې وځنډول شوې
تېره اونۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي وو چې د دغه وزارت د پرېکړې له مخې، د بېګم راډیو خپرونې – چې د ځوانانو راډیو یې د نارینه وو برخه وه- له نشراتي پاليسۍ د سرغړوني او د جواز د ناسمي کارونې له امله وځنډول شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه ویلي: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلاوي د تګ پر مهال عملاً دوی بهرنۍ رسنۍ ته لایف نشرات هم درلودل؛ بالاخره تصمیم پر دې ونیول شو چې له اسنادو سره به د دوی دوسیه چې د نارینه وو برخه یې ځوانان راډیو او ښځينه یې بېګم ده، محکمې ته وړاندې کېږي او بیا به وروستۍ پرېکړې ته انتظار شو خو اوس لپاره به تړلې وي.»
یوناما په کابل کې د یادې راډیو بندېدو په غبرګون کې ویلي، د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د ازادو رسنیو موجودیت یوه اړتیا ده.
یوناما او د بېپولې خبریالانو ټولنې د دغې راډیو د خپرونو د بیا پیل او په دې تړاو د دوو نیول شوو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې.
دغه راز راپورونه ښيي چې تېره اونۍ جنوبي کوریا له افغانستان سره درې میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP