<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د دغه وزارت د پریکړي په اساس د بیګم راډیو خپرونې د نشراتي پاليسۍ څخه د سرغړوني او د جواز د ناسمي کاروني له امله وځنډول شوې.</p>
<p style="text-align: justify;">د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې یادې راډیو د متعددو سرغړونو تر څنګ يې په بهر کې مېشت کوم تلویزیون ته مواد او برنامې هم برابرولې.</p>
<p style="text-align: justify;">یاد وزارت لیکلي چې د بیګم راډیو اړوند اسناد به دقيق و ارزول شي او وروستی تصميم یې به یې په اړه ونیول شي.</p>
<p style="text-align: justify;">د راپورنو له مخې، یادې راډیو په کابل کې فعالیت درلود.</p>