د ایمرجېنګ اسیا جام شلاووریزو سیالیو کې، افغان ابدالیان لوبډله به د خپلې لومړۍ لوبې لپاره نن د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پولیسو پر یو موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کې د یو افسر په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر په دغه هېواد کې له افغان سفیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معافوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان “حالوش” ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی، خو دغه څرګندونې تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کې ویلي، ا.ا هوډ لري چې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي خو باید داسې ګډه تګلاره رامنځته شي چې دغه پروسه په باعزته ډول ترسره شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، درې افغانان چې په عراق کې بندیان وو، د افغانستان سفارت په هڅو خوشي او د ایران له لارې هېواد ته راستانه شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د نیمروز ولایت اړوند د ابرېشم پله بندر کې یې د یو کیلو او ۸۶۶ ګرامه سرو زرو د قاچاق مخه نیولې ده.
کابل کې د مس عینک کان د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو د ارزونې په موخه د جوړې شوې مشورتي ناستې ګډونوالو، له نړۍوالو معیارونو سره برابر د یاد کان پر استخراج او د هغه د منفي چاپېریالي اغېزو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
حزبالله ویلي، د اسرائیلو په شمالي ښار بنیامینا کې یې د اسرائیلو پر یو پوځي کمپ د بېپیلوټه الوتکو برید کړی چې له امله یې څلور اسرائيلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
امنیتي سرچینې وايي چې په کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د تقلبي ګاڼو د پلور او جعلي پیسو د لېږد په تور یوولس کسان نیول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي چې نن د دې جرګې وروستۍ ورځ ده او په پای کې به یې د جرګې پرېکړې او غوښتنې په ډاګه شي.
تېره اونۍ ځينو بنسټونو افغانستان کې د نجونو د حقونو په اړه اندېښنې وښودې، روسيې ویلي، په منځنۍ اسیا کې د سولې لپاره له ا.ا سره خبرې اړینې دي، افغان چارواکو یې هرکلی کړی او امریکا له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودلې، خو ا.ا وايي، له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نشته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP