د پژواک خبري اژانس مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايي.
تېره اونۍ ځينو نړۍوالو بنسټونو او جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ، روسیې ويلي، د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د ا.ا پر ایستلو غور کوي او ا.ا وايي، د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوي.
ترکي چارواکي وايي، د ترکيې استانبول ښار په یوه نایټ کلپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، د خيبرپښتونخوا په بنو کې د وسلهوالو بریدونو پر مهال څلور پوځيان او شپږ پوليس سرتېرې ټپيان شوي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ څخه د «طالبانو اسلامي تحریک» د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.
د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز له خپل فرانسوي سیال یوهانوان دهل څخه لوبه وګټله او مات یې کړ.
تېره اونۍ درېیو هېوادونو له افغانستان سره د ۱۸،۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ او پاکستان وویل چې د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ پيلوي، خو دغه هوډ د نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه راوپارول.
د اسلامي امارت وياند د پاکستان د دفاع وزير هغه څرګندونې چې ګواګې «پاکستان کې د ترهګرۍ سرچينه افغانستان کې ده» رد کړې او دا یې د پاکستان له خوا د خپلو ناکامیو د توجیه هڅه وبلله.
د عدليې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د کابل ښار اتمي حوزې اړوند میرویس ښارګوټي کې څه باندې ۱۰۰ جریب امارتي (سلطاني) ځمکه استرداد کړه.
تېره اونۍ، افغانستان په ځوابي برید کې د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو وویشتل، اذربایجان کابل کې سفارت پرانیست او اروپايي ټولنې له اړو افغانانو سره پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبې (د وري څلورمه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تخار کې یوه نهه کلنه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د تښتونې په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP