د چارو ځیني شنونکي وایي، د دوحې تړون د اوږدې جګړې او «اشغال» د پای ته رسېدو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لامل شو، خو د دغه تړون ځینې برخې لا نه دي پلې شوې او افغانستان تر اوسه هغه سیاسي حل ته نه دی رسېدلی چې سيمه او نړۍ پرې تر یوه بریده اجماع لري.