د ناقانونه فریکونسیو د مخنیوي، د مداخلهکوونکو دستګاوو د موقعیتپېژندنې او د ناقانونه مخابراتي خپرونو مخنيوي لپاره کابل کې د فریکونسیو د څار او کنټرول مرکز پرانیستل شو.
په شاوخوا دوو مياشتو کې له پاکستانه د راستانه شوو هېوادوالو له ډلې څه باندې ۹۴ زره یې له تورخم او سپینبولدکه د هېواد یو شمېر ولایتونو ته په وړیا ډول لېږدول شوي دي.
د م.م د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي، اروپايي ټولنې له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره درې ميليون يورو مرسته کوي.
تېره اونۍ، ځینو هېوادونو او بنسټونو له افغان کډوالو، نورو اړو افغانانو او د افغانستان د روغتیا او زدهکړو له برخو سره ټولټال څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د لومړنیو دوو تمریناتي یو ورځنیو سیالیو لپاره د یو شمېر نوو لوبغاړو په ګډون افغان لوبډله اعلان کړه.
قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دوحه کې د چین سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د فلسطين په اړه په مشورتي سياسي کنفرانس کې د ګډون په موخه د ایران پلازمینې تهران ته ولاړ.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۳۹ نور افغان کډوال د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګ لویې لارې د تونلونو او ګالریو له بیارغونې وروسته د دې لارې د پرانیستې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د سالنګ د دویم تونل جوړولو چارې هم پیل کړي.
تېره اونۍ له افغانستان سره څه باندې اووه میلیون ډالره مرسته وشوه، دوحه کې د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو کنفرانس جوړ شو او امریکا د ا.ا پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول، خو مجاهد وویل چې فشارونه او بندیزونه د ستونزو حل نه دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د کابل په ترمینلونو کې یې د ۱۷ مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډولی او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.
تېره اونۍ د بشري حقونو د مدافعانو فډراسیون وویل چې له پاکستانه دې د افغان کډوالو ایستل ودرول شي او د اسلامي نړۍ د عالمانو پلاوي له هېوادونو او اسلامي امته وغوښتل چې له افغانانو ملاتړ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP