کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): تېره اونۍ ملګرو ملتونو وویل چې ا.ا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي خو مجاهد دا ادعا بېبنسټه وبلله او
کابل (پژواک، ۲۴ وږي ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې د تورخم دروازه چې لس ورځې مخکې تړل شوې وه، نن سهار اته بجې د هر
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ادعا کړې چې د افغانستان ا.ا د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي، خو ذبيحالله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د هيچا شرعي او بشري حقونه نه دي ضايع شوي.
پوليس وايي، کابل ښار کې یې هغه مېرمن له بنده ژغورلې چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د خپلو وروڼو له خوا په يوه خونه کې بندي ساتل کېده.
پاکستاني پوليس وايي، د سیند صوبې اړوند کراچۍ کې یو دیني عالم او د جامعه ابوبکر اسلاميه مدرسې مشر شیخ ضیاءالرحمان مدني په يو وسلهوال بريد کې وژل شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو کابل ښار کې د یوه تښتول شوي کس د ژغورنې عملیاتو کې څلور انسان تښتوونکي وژلي خو تښتول شوی کس د تښتوونکو له خوا مخکې وژل شوی و.
اوچا وايي، افغانستان کې د بودجې کمښت له امله ۱۷۳ د تغذیې او روغتیا سیار مرکزونه د تړل کېدو او ۱.۸ میلیون کسان د تغذيې له خدمتونو د بېبرخې کېدو له ګواښ سره مخ دي.
ځینې سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو بدخشان ولایت کې د داعش ډلې پر ضد څلور ورځني عملیات کړي او په ترڅ کې يې د دې ډلې ۱۲ کسان نیولي دي.
کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو د کابل او نړۍوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل او زدهکړو ته د نجونو پر پرېښودو ټینګار
د ا.ا ویاند د پاکستان سرپرست لومړي وزیر هغه څرګندونې چې افغانستان کې له امریکایانو پاتې وسلې بېلابېلو ډلو ته په لاس ورغلې، ردوي او وایي چې دغه وسلې ډیپو شوې او خوندي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، پولیسو د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې يو کس له ۵۸ کیلوګرامه چرسو سره نیولی دی.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي، د افغانستان وزن پورته کولو ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د وزن پورته کولو په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته روان شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP