کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو د کابل او نړۍوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل او زدهکړو ته د نجونو پر پرېښودو ټینګار وکړ او ملګرو ملتونو او جاپان له افغانستان سره ۴۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
د اونۍ مهم خبرونه:
- بېلابېلو سرچینو د کابل او نړۍوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل ټینګار وکړ.
- حقاني د ایاوسي پلاوي ته: د نجونو زدهکړې د ټولنې اړتیا ده او دغه ستونزه به له شرايطو سره سم هواره شي.
- تورخم کې له نښتې وروسته د لارې بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي.
- شهزاده مسعود: کرزي ته درېیو هېوادونو ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
- مجاهد: داسې لوی بندیزونه نشته خو هغه (کرزی) باید د حکومت او نظام استازیتوب ونه کړي.
- له افغانستان سره ملګرو ملتونو د ۲۰ میلیون ډالرو او جاپان د ۲۵ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
مرګژوبله
تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه؛ په دې نښته کې یو افغان امنیتي سرتېری ووژل شو او دوه نور ټپیان وو.
دغه راز ناپېژانده وسلهوالو په بلخ کې يو کس وژلی، د پروان په سيدخېلو ولسوالۍ کې یوه پلار خپله لور په چرهیي ټوپک ټپي کړې، د پروان په مرکز چاريکارو کې یوه کس خپل ورور د چرهيي ټوپک په ډز ویشتلی او لوګر کې د کورني تاوتریخوالي له امله یوه مېرمن او یو سړی وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، پروان کې د ځمکې پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی، لوګر کې د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او بغلان کې د دوو وروڼو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
د سرچينو معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۰ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
له نړۍوالې ټولنې سره د کابل پر تعامل ټینګار
د قطر دولت په بهرنیو چارو کې سلاکار وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي بایو شیائیونګ سره په لیدنه کې د یوه باثبات او سولهییز افغانستان لپاره پر دوه اړخیزو همکاریو او د تعامل پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، اسلامي امارت د احترام او متقابل تعامل او د نه مداخلې پر اساس له ګاونډیو، سیمې او له سیمې هاخوا هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي.
دغه راز هغه ویلي، په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي او ا.ا د بیان ازادۍ ته ژمن دی؛ په هغه ډول چې دغه ازادي د اسلامي اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې وي.
دغه راز، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني هم ویلي، ا. ا د نړۍ لپاره د تعامل دروازه پرانیستې او د هیچا د انتقام اخیستو فکر نه لري.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو پياوړتیا او د مشترکو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو لپاره رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا له مولوي امیرخان متقي سره کتلي او متقي ته يې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دويمې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړي.
افغانستان ته د اسلامي همکاريو سازمان د پلاوي سفر او د نجونو زدهکړې
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د نجونو زدهکړې د ټولنې اړتیا ده او دغه ستونزه به له شرايطو سره سم هواره شي.
د اسلامي همکاریو سازمان یاد پلاوي هم ویلي چې تعلیم د نارینه او ښځینه وو ګډ حق دی او د دیني تعلیم ترڅنګ عصري زدهکړې د ټولنې پرمختګ ته لار هواروي.
دغه راز، ياد پلاوي د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم په ليدنه کې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار په ګډون پر ځینو مهمو مسئلو خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد بيا ويلي چې افغان چارواکو ياد پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د نجونو د زدهکړو محدويت دايمي نه دی او بېرته به پيل شي.
دغه راز، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د سواد زدهکړو نړۍوالې ورځ په مناسبت ویلي چې له خپلو شریکانو سره له بېځایه شوو او زیانمنو افغان مېرمنو سره د لیک لوست مهارتونو زدهکولو کې مرسته کوي.
د اسلامي رفاه موسسه – چې د افغانستان په ګډون په ۴۰ هېوادونو کې خلکو ته مرستې رسوي – په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د ټینګار ترڅنګ ويلی چې ښځینه کارکوونکې د دغه بنسټ د پروژو مهمه برخه ده او په افغانستان کې دې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.
له هزاره مشرانو هېواد ته د راتګ بلنه او د محقق غبرګون
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال یوه غونډه کې اهل تشیع ولسونه قدرمن بللي او ویلی یې دي: «کوم مخور، مشران او سپينږیري چې په خارج کې دي، لکه استاد محقق صاحب، کریم خلیلی صاحب، د دوی لپاره موږ دا وايو چې … را دې شي د يو سپينږيري، د يو مشر په صفت دې خپل وطن کې ژوند وکړي او ستاسو پر مخ، موږ دوی ته هم غږ کوو چې دا خپل قوم او ملت کې تاسو هم لکه دغه سپينږیري چې دلته دي؛ اعزاز يې دی، قدر يې دی، دې کې به تاسو نور هم عزتمن شئ او قوم ته د امن یو پيغام ورکړئ.»
خو د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر حاجيمحمد محقق په دې اړه بيبيسي ته په استولي پیغام کې ویلي: «له نېک نیت یې مننه، خو زموږ بېرته تګ تر هغه ستونزه نه حل کوي چې له ټولو سیاسي بهیرونو سره ریښتیني مذاکرات نه وي شوي، د راتلونکي حکومت په ډول او د لنډمهالې ادارې پر جوړښت هوکړه نه وي شوې، ټاکنې، د خلکو رایه او اراده نه وي منل شوي.»
د تورخم نښته
تېره اونۍ )د وږي ۱۵مه) په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه؛ افغان چارواکي وایي، په دې نښته کې يوه افغان امنیتي سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.
له نښتې وروسته د تورخم لار تړل شوې ده.
اسلاماباد کې د افغانستان سفیر سردار احمدشکیب د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې ویلي چې د تورخم دروازې بندېدل د دواړو هېوادونو پر زیان دي؛ د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزي؛ ځکه چې هلته بند مسافر او سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دراني هم ویلي، درک کوي چې د دروازې له تړلو سره دواړو غاړو ته عام خلک زیانمنېږي.
د کرزي سفرونه او لیدنې
د راپورونو له مخې، ځینو سرچینو ویلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته درېیو هېوادونو ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود ویلي: «کله چې کرزی صاحب له انګلیستانه بېرته هېواد ته راستون شو، له هغه وروسته درېیو هېوادونو ورته رسمي بلنه ورکړه؛ خو له بده مرغه د سفر اجازه ورنه کړل شوه؛ تر کومه ځایه چې د کورنیو لیدنو موضوع ده، افغانان هره ورځ راځي، بېرون کې د امنیتي ځواکونو له خوا یې اسناد څېړل کېږي او وروسته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه وايي: «په دې مورد ډېر دقیق معلومات نشته، په دې وروستیو خبرونو خو موږ نه وو خبر، چې پر هغه باندې کوم بندیزونه شته دي، خو ممکن هغه سفرونه هم کړي، لیدنې کتنې هم کولای شي، دوه ورځې وړاندې یې د جاپان له سفیر سره لیدلي وو، نن یې هم لیده کاته کړي، داسې لوی بندیزونه نشته، خو البته باید هغه د حکومت او د نظام نمایندګي ونه کړي، د یوه فرد او افغان په څېر ژوند وکړي او له خپلو فردي حقونو هم برخمن دی.»
هغه زیاته کړې چې کرزی کوم سیاسي موقف نه لري او یو عادي افغان دی.
د مرستو دوام
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ لومړنیو ښوونځيو جوړولو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام ويلي، د بودجې کمښت له امله په افغانستان کې روانه سپټمبر میاشت له هغو دوه میلیون کسانو سره مرسته نه شي کولای چې تر اوسه یې مرسته ورسره کوله.
په افغانستان کې د سره صلیب کمېټه وايي، هڅه کوي هغه پانګوال بېرته قانع او مرستې یې راجلب کړي چې په وروستیو کې یې خپلې مرستې کمې کړې دي.
Hits: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن