د پژواک اژانس موندنې ښیي چې د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۹ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته، خلک هلته نجونو ته د ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي او چارواکي وایي، د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۵۲۸ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ «پيټياېم» ځيني غړي وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونو یو ځل بیا د دغه غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلې غړی علي وزیر نیولی دی.
د ترافيکو رياست وايي، د ښي لاس موټرو د ثبت موده یو ځل بیا د زمري تر ۲۱مې تمدید شوې ده.
سیګار وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د بېلابېلو ډلو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ دی، خو سرپرست حکومت دغه څرګندونې پروپاګنډ بولي وایي، افغانان په بشپړه ارامۍ کې ژوند کوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
تېره اونۍ ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پر سرپرست حکومت تورونه پورې کړل او روسیې وویل چې دغه حکومت پراخبنسټه نه دی؛ خو د اسلامي امارت ویاند دا څرګندونې بېبنسټه وبللې.
د ترافيک پوليسو عمومي رياست وايي، د ښي لاس یو کیلي موټرو د ثبت درې مياشتنۍ پروسه پای ته رسېدلې، له ثبتپاتې موټرو سره به له تګلارې سره سم چلند کېږي، خو د بیا تمدید لپاره يې هم هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستي راپور په اړه وایي چې دا ډول راپورونه له تعصبه ډک او د خپلواکۍ او عدم مداخلې له اصولو سره په ټکر کې دي او باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.
کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): تېره اونۍ، ملګرو ملتونو د زدهکړو برخه کې د فعالو موسسو د فعالیت پر احتمالي درېدو اندېښنه وښوده، نوي ډیلي
په کابل ښار کې یو شمېر کارګران د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او د چارو شنونکي وایي، حکومت او نړۍواله ټولنه باید د دې ستونزې د حل لپاره بنسټیز کارونه ترسره کړي.
د کابل بګرامي ولسوالۍ د فتحخېلو سیمې اتفاق کلي کې یو کس له دې امله ماشومانو ته د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې په وینا یې، ښوونځی له دې سیمې لرې دی او ماشومان نه شي ورتللای.
کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): تېره اونۍ د م م استازې له امیرخان متقي سره د ښکېلتيا پر لارنقشې خبرې وکړې، د منځنۍ اسیا او