ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په بګراميو کې یوه کس ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو مرکز جوړ کړی

د کابل په بګراميو کې یوه کس ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو مرکز جوړ کړی

author avatar
6 Jun 2023 - 16:00
د کابل په بګراميو کې یوه کس ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو مرکز جوړ کړی
author avatar
6 Jun 2023 - 16:00

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د کابل بګرامي ولسوالۍ د فتح‌خېلو سیمې اتفاق کلي کې یو کس له دې امله ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو مرکز جوړ کړی چې په وینا یې، ښوونځی له دې سیمې لرې دی او ماشومان نه شي ورتللای.

یاد کس وزیرخان نوميږي او وايي، دغه کار یې ځکه کړی چې له دغه کلي ښوونځی لرې دی او ماشومان نه شي کولای تر ښوونځي شاوخوا یو ساعت پلی مزل وکړي.

هغه وویل، د زده‎کړو په دغه مرکز کې له اوو کلونو تر ۱۳ کلونو عمرلرونکو  ۶۸ نجونو او ۹۴ هلکانو ته وړیا د پښتو، دري، انګریزي او سيرت نبي (ص) درس ورکوي.

هغه زياتوي: «په تېرو شلو کلونو کې د تعليم په برخه کې زموږ لپاره هیڅ کار نه دي شوي، د کلي نجونې او هلکان ټول بې‌تعلیمه ګرځېدل، نو د دوی لپاره مې د وړيا تدريس لړۍ پيل کړه او د دغه مرکز ترڅنګ په فتح‌خېلو سیمه [منجي ډاګ] کې درې نور داسې مرکزونه هم شته چې ملګري په رضاکارانه ډول ماشومانو ته زده‌کړې ورکوي.»

د هغه په وينا، دغو ماشومانو ته د زده‌کړو د درېیو نورو یادو مرکزونو ښوونکي په اونۍ کې يو ځل کليوالو سيمو ته ورځي او خلکو ته د تعليم د ارزښت په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

هغه وویل: «دا سمه ده چې ښوونځي منظم درسي سیسټم لري، زما یوازېنی هدف دا دی چې زما د کلي ماشوم چې کله خپلې زده‌کړې په منظم ډول پيلوي، بايد له ليک او لوست سره بلد وي، له قلم او کتاب سره بلد وي.»

وزيرخان له اسلامي امارت او مرستندويه موسسو غوښتنه کوي چې په ياده سيمه کې ښوونځي جوړ کړي، څو ماشومان وکولای شي په منظم ډول زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د سیمې خلک د وزیرخان له یاد اقدامه خوښ دي او له حکومته ورته په دې برخه کې د مرستې غوښتنه لري.

د اتفاق مېنې یوه اوسېدونکي او ملک ملا جنت‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل: «ديني او عصري زده‌کړې د هر چا لپاره ضروري دي؛ بايد زموږ ماشومان له تيارو راووځي، دا چې زموږ د ماحول خلک ډېر غريب او بې وسه دي، د فیس ورکولو توان نه لري؛ نو له اسلامي امارت او نړۍوالو مرسته‌کوونکو ادارو مو غوښتنه دا ده چې په دې سيمه کې موږ ته ښوونځی جوړ کړي.»

هغه زياتوي، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې څو څو ځلې خپل غږ پخواني حکومت، اسلامي امارت او په دې برخه کې مرسته‌کوونکو نړۍوالو موسسو ته رسولی خو تر اوسه يې په دې اړه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د يادې سيمې بل اوسېدونکي محمد نادر وویل: «زموږ هیله دا ده چې زموږ د سيمې هر هلک او نجلۍ بايد تعليم يافته شي، زموږ ماشومان بايد ډاکتر او ډاکتره شي، معلم او معلمه شي؛ خلاصه غواړو چې هر ماشوم مو تعلیم وکړي او وطن ته خدمت وکړي.»

هغه وایي چې د دوی سیمې ته پاملرنه نه ده شوې.

نوموړی زياتوي: «یوازې دوه دولتي ښوونځي لرو چې یو د زعفران په نوم کلي کې دی او بل د کوچي غونډۍ په سيمه کې، زموږ ماشومان ځکه نه شي ورتلای چې لږ تر لږه یو ساعت بايد پلی مزل وکړي چې د ماشوم له وسه پورته کار دی.»

ياد ښوونيز مرکز ته راغلي ماشومان د زده‌کړو له بهیره خوښ دي.

نهه کلنه مريم وايي، درې مياشتې کېږي چې ياد مرکز ته ورځي، د دري، انګليسي، پښتو او اسلامي ښوونې په برخو کې ورته تدریس کېږي.

دغه زده‌کوونکې هم له حکومته غواړي چې دوی ته ښوونځي جوړ کړي څو وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د بګراميو ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي حضرت بلال حنفي د وزیرخان له خوا د زده‌کړو جوړ شوي مرکز له جوړېدو بې خبري وښوده خو ويې ویل چې په ټوله کې په بګرامیو ولسوالیو کې ۱۲ نورو ښوونځیو ته هم اړتیا شته.

د هغه په وينا، په بګرامۍ ولسوالۍ کې ۳۳ لېسې، اته منځني او ۲۹ لومړني ښوونځي شته او یوازې د منجي په ډاګ کې د شمالي خان، زعفران، حبيب جان، مولوي شهيد عبدالله، ولي‌خېل او ولي‎خان کړوخېل په نومونو شپږ ښوونځي فعالیت لري.

هغه زياتوي، د پوهنې وزارت د بګرامیو ولسوالیو ته له تېرو اوو کلونو راهيسې نوی تشکیل نه دی منظور کړی.

حنفي د اتفاق کلي خلکو څرګندونو ته په اشاره وايي: «که په کومه ساحه کې دغه ډول ستونزه وي، دوی د وزارت ته عریضه وکړي، وزارت احکام ورکوي او پلان رياست ته یې استوي، تر هغې وروسته د کابل د پوهنې رياست له لارې موږ ته راځي او موږ ساحه ګورو، نظر پرې ورکوو او په سلسله مراتب بېرته وزارت ته ځي.»

د هغه په  وینا، د پوهنې وزارت نوي بستونه منظور کړي، نو که د یاد کلي خلک ورشي، عریضه ورته وکړي، کېدای شي له بستونو سره د ښوونځي منظوري هم ترلاسه کړي.

Visits: 237

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.