د کابل امنیه قومانداني وايي، د امنیتي کمرو د نصبولو کمپاین کې تر اوسه د کابل ښار په ټولو څلورو لارو کې کمرې فعالې شوې او خلکو هم پر خپلو ۲۰۰۰ کورونو کمرې لګولې دي.
د افغانستان بانک وايي، راتلونکې شنبې (د لړم ۲۱مه) شاوخوا ۱۴ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، په ژمي کې افغانستان کې ۱،۱ ميلیون وګړو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته څه باندې لس میلیون امریکایي ډالر ځانګړي شوي دي.
سږ کال د افغانستان د کرنیزو اصلاح شوو تخمونو دولتي شرکت د غنمو اصلاح شوي تخم د تولید کچه د ۱۳۹۴کال په پرتله شپږ لوړه برابره شوې او تمه ده چې راتلونکی کال به د سږ په پرتله نږدې دوه برابره شي.
له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په لړ کې، نن بيا ۴۰ میلیون نور امریکايي ډالر کابل ته را ورسېدل.
په پاکستان کې ۳۰ افغانان په داسې حال کې له زندانه خوشي شوي چې د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په سند ايالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۰۰ افغان کډوال بنديان دي.
کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): کابل د دوحې په همکارۍ له نړۍوالې ټولنې سره د ښو اړیکو جوړولو هڅې کوي او په دې اړه چې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې لړم میاشتې په وروستیو دوو ورځو کې له ایرانه څه باندې ۳۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي او ډاکټر عبدالله د اوسنيو ستونزو د حل په موخه پر بينالافغاني خبرو ټينګار کړی دى.
د سوالګرو ټولولو کمېټې په تېرو درېیو میاشتو کې له کابل ښاره ۱۴۳۹۳ سوالګر راټول کړي چې ۵۶ یې بېسرپرسته ماشومان، ۵۶۱۸ یې مستحق او ۸۷۱۹ نور یې حرفهیي سوالګر دي.
ځينو رسنيو راپور ورکړی چې د سوېلي کوریا پلازمېنه سیول کې د «هالووین» مراسمو پر مهال د خلکو ګڼېګوڼې او ټېل ماټېل له امله لږ تر لږه ۱۵۱ کسان مړه شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.
کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۱): تېره اونۍ، چین او د امریکا متحده ایالتونو وویل چې په افغانستان کې د نیمګړو پروژو چارې بیا پیلوي او