ځینې سرچینې وایي، د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید له امله د درېیو پوځیانو او درېیو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي او پر دې سربېره ځینو سرچینو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې هم کړې، خو حکومت رد کړې دي.
افغان او ایراني لورو په سرحدي سیمو کې د ستونزو د هواري په موخه ناسته او د ترینګلتیاوو د نه تکرارېدو په موخه یې پر ځینو مواردو هوکړه کړې ده.
د کابل امنيه قومانداني وايي چې په کابل ښار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور نهه کسان نيول شوي دي.
د کابل د استخباراتو رياست د حسين په نوم يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلى او په تړاو یې يو کس هم نيولی دى.
د اوبو او برېښنا وزارت ويلي، يوه ترکي شرکت د افغانستان د اوبو بندونو جوړولو، د اوبو او بادي برېښنا د تولید برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې د ستونزو حل، همغږۍ او بشري مرستو کې د اسانتیا رامنځته کېدو په موخه د ملګرو ملتونو استازي، اړوند وزارتونو او نورو مرستندویه ادارو د یوې ګډې ناستې جوړېدو غوښتنه وکړه.
امنيتي چارواکي وايي، تېره اونۍ د کابل ښار په ځینو سيمو کې د ۴۹ بېلابېلو جرمونو په تړاو ۵۶ کسان نیول شوي او شپږ تورن کسان په تېښته بريالي شوي دي.