ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
14 May 2022 - 17:53
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
14 May 2022 - 17:53

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي او پر دې سربېره ځینو سرچینو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې هم کړې، خو حکومت رد کړې دي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د حجاب په اړه نوې طرحه اعلان او له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوه.
  • افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ۶۴ میلیون ډالر راورسېدل.
  • امریکا: که له افغانستانه ترهګریز ګواښ ووینو، هلته بیا عملیات کوو.
  • سرپرست حکومت: د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښېږي.
  • د هېواد په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې وشوې، خو حکومت رد کړې.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، په هلمند کې د خلکو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان وو او په سرپل کې يوه کس خپله ورېندار وژلې وه او په فراه کې ناپېژاندو وسله والو يو کس وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

ځايي چارواکي وايي، د ميدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې یو کس ټپي کړی او د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې هم د شخصي ستونزو له امله یو کس وژل شوی دی.

دغه راز چارواکو په سمنګان کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د حکومت د یوه وسله وال د وژلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په بغلان کې د ځانګړو عملياتو پر مهال د دولت اته وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

تېره اونۍ ناپېژاندو وسله والو یوه ښځه او سړی په بغلان او یوه ښځه او سړی په غزني کې وژلي او دغه راز په غزني کې یوه بل کس هم په کورنۍ شخړه کې ژوند له لاسه ورکړی.

راپورونه ښيي، په ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن او څلور ماشومان په چاړه وهلي او ټپيان کړي او په همدغه ولايت کې د دوو کورنيو په خپلمنځي نښته کې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان وو.

دغه راز د راپورونو له مخې، په اروزګان کې هم د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان ټپيان شوي وو او دغه راز په دغه ولايت کې ناپېژاندو وسله والو يو کس وژلی هم و.

تېره اونۍ په خوست کې چاودنې یو ځوان شپون وواژه، په پکتيکا کې په هوايي ډزو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي وو او د راپورونو له مخې، په دغه ولايت کې يوه کس ځانوژنه هم کړې وه.

ځايي سرچينې وايي چې په دايکنډي کې ناپېژاندو وسله والو يو بزګر وژلی او دغه راز په دغه ولايت کې يوه کس يوه نجلۍ وژلې وه.

د یوه بل خبر له مخې، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند يوه جومات کې چاودنې درې کسان ټپيان کړل.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له تحول مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

په ځینو سیمو کې د جګړې او مرګژوبلې ادعاوې

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د پنجشېر او بغلان په ځینو سیمو کې د سرپرست حکومت ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې نښتې شوې دي.

د دغو راپورونو له مخې، په پنجشېر کې د حکومت وسله والو مخالفینو د جزئیاتو له ورکولو پرته ادعا کړې چې په وروستیو کې د سرپرست حکومت ځواکونو په دغه ولایت کې یو شمېر ملکیان نیولي او ځيني یې وژلي دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي وون برنټ په پنجشېر کې د ملکیانو د وژنې په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللي، خو حکومت دا راپورونه ردوي او بې‌بنسټه یې بولي.

د پخواني حکومت د سولې عالې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په دې وروستیو کې له افغانستانه د زړه بوږنوونکو او دردوونکو پېښو مستند راپورونه رارسېږي چې په پنجشېر، تخار، اندرابونو او خوست کې نظامیانو د مظلومو وګړو پر صحرايي محاکمې، وژلو او ربړولو لاس پورې کړی؛ دا ډول کړنې د دیني لارښوونو، بشري حقونو، د جګړې اصولو، ملي او نړیوالو دودونو له مخې د غندلو وړ دي.»

خو ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې ويلي: «لومړی خو دغه نظر د اوازو او پروپاګند پر اساس دی چې په ځینو پاڼو کې ناسم خپاره شوي چې ګویا هلته په ځینو ولایتونو کې ستونزه رامنځته شوې ده؛ په داسې حال کې چې هیڅ کومه پېښه نه ده شوې؛ البته د پنجشېر په دوو درو کې چاڼیز عملیات شوي او په بغلان کې هم په ځینو ساحو کې چې هلته د وسله والو کسانو د شتون احتمال و، عملیات ترسره شوي، خو نه څوک وژل شوي او نه کومه پېښه او جګړه شوې… دغه ډول څه په واقعیت کې په کومو ولایتونو کې چې نومونه یې اخیستل شوي، نه وینم.»

د یادونې ده چې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي توماس نیکولسن ویلي، اروپايي ټولنه به هيڅکله هم په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو ملاتړ ونه کړي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وایي، مخالفینو ته همېشه د خبرو دروازې پرانیستې دي.

د مېرمنو د حجاب طرحه؛ کورني او نړيوال غبرګونونه

د افغانستان سرپرست حکومت د غويي په ۱۷مه د شرعي حجاب په اړه «توضیحي او تطبیقي» طرحه اعلان کړه.

د حجاب په اعلان شوې طرحه کې راغلي، بدن چې په هر ډول جامو وپوښل شي، حجاب بلل کېږي؛ خو جامې باید دومره نرۍ او تنګې نه وي چې بدن ترې ښکاره شي. په طرحه کې څادري د حجاب تر ټولو غوره بڼه بلل شوې.

په طرحه کې ویل شوي، هغه ښځې چې د عمر له پلوه زړې یا وړې نه دي، له نامحرمو نارینه وو سره د مخامخېدو پر مهال له فتنې د مخنیوي لپاره باید له سترګو پرته خپل مخونه له شرعي لارښوونې سره سم پټ کړي.

سرچينې زیاته کړې: «په لومړي سر کې دې د بې‌حجابه ښځې کور معلوم شي او د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې شي، په دويم قدم کې دې د هغې ولي اړوند ریاست ته ور وغوښتل شي او په درېيم قدم کې دې د هغې ولي درې ورځې بندي شي او په څلورم قدم کې باید ولي محکمې ته وسپارل شي، څو په مناسبه جزا محکوم شي.»

بهرني غبرګونونه

د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر د حجاب په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت نوې طرحه له نړیوالې ټولنې سره د دغه حکومت له ژمنو سرغړونه وبلله. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش پر خپل ټویټر لیکلي چې دی د افغان حکومت پر هغه اعلان چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او یوازې د اړتیا پر مهال له کوره ووځي، اندېښمن کړی دی.

د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري بيا د افغان حکومت دغه ګام «ځپونکی او ظالمانه» بللی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو شمېر غړو هېوادونو استازو د افغانستان په اړه په ځانګړې ناسته کې د بشري حقونو پر وضعیت او پر ښځو تازه لګېدلو «محدودیتونو» اندېښنه ښودلې او په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازی تیرني همیبرک وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت کړنلاره د اقتصادي ستونزو د حل پر ځای یوازې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو پر لګولو ورټوله ده.

دغه راز د اوو (امريکا متحده ایالتونو، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریتانیا) سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د مېرمنو د وضعیت په اړه په خپره شوې اعلامیه کې ويلي، دوی د حکومت له خوا پر ښځو او نجونو د لګول شوو «محدودیتونو» مخالف دي.

کورني غبرګونونه

د يادې طرحې په غبرګون کې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې ځینو ښځو د حجاب په اړه د دې اعلان شوې طرحې په غبرګون کې لاریون وکړ او ويل یې چې چادري يې حجاب نه دی.

خو دا په داسې حال کې ده یو شمېر نورې افغان مېرمنې او نجونې د حجاب د نوې طرحې د اعلان په غبرګون کې وايي، چې دوی نه یواځې له حجاب سره کومه ستونزه نه لري، بلکې دا د مسلمانو ښځو ښکلا هم ګڼي خو هغوی له حکومت څخه وغوښتل د ښځو د کار او زده کړو مخه دې نه نیسي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې افغانان دیندار خلک دي او تل یې له ملي کلتور سره سم حجاب مراعات کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د حجاب طرحې د اعلان په مراسمو کې ویلي وو چې دغه پلان به په ډېر دقت سره عملي کېږي او په دې تړاو به هيچا ته ګواښ نه متوجه کېږي.

دغه راز د امر بالمعروف او نهي عن النمکر وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدنه کې ویلي، دغه وزارت د نظام او ټولنې د اصلاح لپاره جوړ شوی. هغه ویلي: «لکه څرنګه چې بې‌حجابي په غیر اسلامي هېوادونو کې اجباري ده؛ حجاب د اسلام یو حکم او افغانستان یو اسلامي هېواد دی؛ له همدې امله مو د حجاب حکم صادر کړ.»

د مرستو دوام

تېره اونۍ افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ۶۴ میلیون ډالر راورسېدل. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې له تحول راهیسې د نړیوالې ټولنې د دې ډول مرستو کچه څه باندې ۸۲۴ ميلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ پاکستان د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره د خوراکي توکو، درملو او خېمو مرسته وکړه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، هڅه کوي چې د افغانستان مالي او اقتصادي سیسټم بېرته پر خپلو پښو ودرېږي او د دغه کار لپاره دوی له افغانانو سره مرستې کوي.

امریکا: که له افغانستانه ترهګریز ګواښ ووینو، هلته بیا عملیات ترسره کوو

 د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي ويلي که له افغانستانه يې هېواد ته “ترهګریز ګواښ” وویني، نو یو ځل بیا به هلته پوځي عملیات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو ویلي چې پر خپلو ژمنو ولاړ دي او د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښېږي.

Visits: 141

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.