کابل (پژواک، ۲۱ غويی ۱۴۰۱): امنيتي چارواکي وايي، تېره اونۍ د کابل ښار په ځینو سيمو کې د ۴۹ بېلابېلو جرمونو په تړاو ۵۶ کسان نیول شوي او شپږ تورن کسان په تېښته بريالي شوي دي.
د کابل امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي، دغه کسان د ۴۹ جنایي پېښو، لکه غلا، قمار، د نشه يي توکو قاچاق او داسې نورو په تړاو نیول شوي دي.
سرچينه زياتوي، شپږ تورن کسان په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ په نيمروز، اروزګان، هرات او سمنګان ولایتونو کې د وژنو، غلاوو او پیسو د جعل په تور ۱۷ کسان نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP