Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن د پروستات پر سرطان اخته شوی او ناروغي یې پرمختللې ښودل شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د اسیا پراختیایي بانک په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مرستیال عبدالظاهر قدیر دویمه محکمه تېره ورځ په نایروبي کې ترسره شوه او ټاکل شوې د مې په ۱۳مه امریکا ته د هغه د سپارلو یا نه سپارلو په اړه پرېکړه وشي.
د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ له امله د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د سوپر لیګ پاتې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست د اېمسيسي چیني شرکت له استازو سره د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوجۍ او دغه راز د مصنوعي ځیرکتیا برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د ایران د بندرعباس ښار په «شهید رجایي» بندر کې چاودنه شوې چې له امله یې ۲۸۱ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر په کینیا کې نیول شوی او امریکا له هغه هېواده غوښتي چې ور ویې سپاري.
کابینې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پر چټکټیا ټينګار کړی او دغه راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته یې دنده سپارلې چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یوه ډله ولېږي.
د عدلیې وزارت وایي، د جایدادونو مالکین دې راستنېدوکو کډوالو ته کورونه په مناسبه کرایه ورکړي او د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې هم په دې برخه کې د اصولو خلاف د کمېشن له اخیستو ډډه وکړي.
د امریکا ولسمشر ویلي، هېواد یې اوس په مستقیمه توګه له ایران سره د خبرو اترو په حال کې دی خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دواړه هېوادونه به راتلونکې اونۍ د لوړپوړو چارواکو په کچه د غیرمستقیم خبرو اترو لپاره عمان کې وګوري.
د ایران ولسمشر خپل یو مرستیال د نوي کال پر مهال انترکتیکا ته د ډېر لګښت لرونکي سفر له امله له دندې ګوښه کړی او ویلي یې دي چې د ایران روانو اقتصادي ستونزو ته په پام دغه سفر ناعادلانه و.
د راپورونو له مخې، په میانمار او ټایلینډ کې د دوو پرلهپسې زلزلو له امله تر زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP