ژبه

کابینې د اندخوی – شبرغان اوسپنې پټلۍ د درېیم فاز د استملاک غوښتنه تایید کړه

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د کابینې په غونډه کې د اندخوی - شبرغان اوسپنې پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک غوښتنه او د کور او ښارجوړولو وزارت د نقشو او ویزو فیس امارتي ادارو ته په پنځوس سلنه تخفیف تایید شول.</p>

<p style="text-align: justify;">د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې شپږمه غونډه ترسره شوه.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه لیکلي چې په غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د اندخوی - شبرغان اوسپنې پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک غوښتنه تايید شوه او دا په هېواد کې د پټلۍ جوړولو برخه کې یو ښه پرمختګ وبلل شو.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې دغه‌راز ویلي چې د کور او ښارجوړولو وزارت د نقشو او ویزو فیس هم امارتي ادارو ته په پنځوس سلنه تخفیف تايید شو چې په دې سره به په کارونو کې چټکوالی راشي.</p>

ورته موضوع