ژبه

امنیتي مسوولین: کندوز کې یو کس د خپلو چاودېدونکو توکو چاودنه کې وژل شوی

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۴): د کندوز امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې پر یوه کس چې غوښتل یې «شوم پلان» عملي کړي، خپلو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې او وژل شوی دی.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کندوز ښار د اتمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

هغه زیاته کړې: «د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د اتمې امنیتي حوزې پولیس سمدستې سیمې ته ورسېدل؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو کس چې چاودېدونکي توکي یې انتقالول، د نامعلومو علتونو له امله د همدغو توکو له وخته مخکې چاودنې له امله ځای پر ځای وژل شوی دی.»

سرچینه کاږي، د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې یاد کس غوښتل «شوم پلان» عملي کړي، خو د توکو د ناڅاپي چاودنې له امله د خپل پلان له عملي  کولو مخکې ووژل شو.

خاکسار لیکلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوې او نور جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

ورته موضوع