Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د روغتیا نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د کابل په اندراګاندي روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګه جوړېږي چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۲۰۰ بالونونو اکسیجن د تولید وړتیا ولري.
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو په ډېر شمېر د کډوالو ستنېدل د دې اړتیا جوړوي چې له دغه هېواد سره دوامداره مرستې وشي.
ستره محکمه وایي، د میدانوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یو تن چې پر غلا متهم و، په عام محضر کې ۳۹ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د نور او بریا ټلوېزیونونو خپرونو ځنډول د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې دي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دغه پرېکړه یې له اصولو سره سمه او له بیا بیا توصیو وروسته کړې ده.
سيپيجي وایي، افغانستان کې پر فېسبوک احتمالي بندیز د معلوماتو رسونې بهیر له خنډونو سره مخ کوي، خو ا.ا وایي، فېسبوک خپله د بیان ازادي محدوده کړې او نه پرېږدي له لارې یې د امارت اړوند مسایل خپاره شي.
ايرنا خبري اژانس خبر ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان په سوېل کې د نښتو له امله پنځه امنیتي سرتېري او پنځلس بریدګر وژل شوي دي.
د اسلامي امارت مشرتابه په یوه تازه فرمان کې راغلي چې له هټۍوالو (اصنافو) د لوحو فیس دې نه اخیستل کېږي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د سوداګرۍ خونې رییس د «کازان» راتلونکې غونډې ته بلل شوي دي.
اسلامي امارت وایي، خوست او پکتیکا کې د پاکستان الوتکو بمبار – چې اته ملکي وکړي پهکې وژل شوي – داسې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.
ځیني جګړوځپلي په افغانستان کې د تېرو خونړیو جګړو ځوروونکې کیسې کوي، له هېوادوالو غواړي چې سره یو موټی شي او پرې نهږدي چې پردۍ جګړې بیا له افغانانو قرباني واخلي.
اسلامي امارت وایي، په افغانستان کې د امنیتي پېښو ډېرېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور مغرضانه دی؛ ځکه د تېر کال په په پرتله اوس مثبت تغییر راغلی او امنیتي پېښې کمې شوې خو م.م امنیت پر ناامنۍ تعبیروي.
د اسټرالیا د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې د ترهګرۍ له امله د رامنځته شوو پېښو کچه په کې تر ټولو ډېره ټيټه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP